۱۳۸۹ خرداد ۱۹, چهارشنبه

په هلمندكي دشهيدعبدالصمدروحاني ددوهم تلين لمانځ غونډه ددوعاوواودرودونوپه ويلوسره ولمانځل سوه په جوړه سوي غونډه كي دهلمندوالي ترڅنګ ګڼ شميرژورناليستان











په هلمندكي دشهيدعبدالصمدروحاني ددوهم تلين لمانځ غونډه ددوعاوواودرودونوپه ويلوسره ولمانځل سوه په جوړه سوي غونډه كي دهلمندوالي ترڅنګ ګڼ شميرژورناليستان اوفرهنګپالوګډون كړي وو

شهيدعبدالصمدروحاني له نن دوه كاله وړاندي په رڼآورځ دلښكرګاښآرله زړه نه دنامعلومووسلوالوله لوري وتښتول سوچي ورسته له يوي ورځي يي مړي دلښكرګاښآرته څيرمه دبولان په هديره كي پداسي حال كي وموندل سوچي له شهيدي څيري څخه يي له ورايه داسي معلوميده چي وروسته له ډيرووهلوټكولوڅخه يي دروحاني ژونداخيستي وي شهيدروحاني لومړني خبريال ووچي په هلمندكي يي دنړيوالوخبري رسنيوسره كاركاوه اودژورناليزم سپيڅلي دنده يي لكه څنګه چي پاكه ده همداسي يي پرمخ وړه
دچهارشنبي په ورځ چي دځوانيمرګ روحاني دشهادت له ورځي سره سمه ده په هلمندكي دشهيدروحاني ددوهم تلين لمانځ غونډه دولايت دمقام دمجلسونوپه تالاركي دقران كريم دڅومباركوايتونوپه تلاوت سره پيل اودڅوشيبولپاره ګډونوالودشهيدروح ته ددرودنوولوستل اودشهيدپاك روح ته يي ترډالي كولو ورسته دشهيدعبدالصمدروحاني ژوندليك دپروجكتورپه وسيله ټولوګډونوالوته وښودل سو
په غونډه كي ديوشميرنړيوالورسنيوپيغامونه ولوستل چي له دولت څخه يي په كلكه دقاتلينودنيولوغوښتنه وكړه
دهلمندوالي محمدګلاب منګل شهيدروحاني يوسپيڅلي خبريال وباله ښآغلي منګل وويل دوه كاله وړاندي كله چي په هلمندكي دوالي په توګه يي دنده پيل كړه روحاني لومړني خبريال ووچي دبي ځايه سووكورنيودحال خبريي وركړدهلمندوالي وويل دډيروهڅوسره سره بياهم امنيتي ځواكونه په دي نه دي توانيدلي چي دشهيدسوي روحاني په اړه معلومات ترلاسه كړي ښاغلي منګل نه يوازي امنيتي مسولين ګرم بولي بلكه زياتوي چي عادي خلګوهم ورسره دقاتلينودپيژندني په اړه ورسره هيڅ ډول معلومات نه دي وركړي
دهلمندوالي وويل چي دولايت اداري دشهيدروحاني له كورني سره ترخپله وسه مرسته كړي دده په وينادژمني سره سم يي دارواښادكورني ته يوه نمره ځمكه اويوه ښوونځي دعبدلصمدروحاني په نوم نومولي ده
داطلاعاتوكلتورريس عليشامْظلوميار په هلمندكي ارواښادروحاني دازادودژورناليستانودبنسټ ايښودنكي وباله دمظلوميارپه خبره ارواښآدنه يوازي خبريال ووبلكه دبي وزلواودردمنوپه غم غمجن يوشخص دده په ويناوچي داروښاددهيلواواميدونوبله شمعه نده مړه سوي له رڼاڅخه ډكه شمعه اوس هم روښانه ده
په هلمندكي دازادوژورناليستانودټولني مشرزين الله ستانكزي له دولت اومخاليفينوڅخه غوښتنه وكړه چي دخبريالانودژونددساتلوهڅي دي وكړي ستانكزي وويل چي خبريال يوازي داولس ژبه ده اوخبريال يوازي دمظلوم اولس ستونزي دنړي ترخلګوپوري رسوي
په كابل كي دبي بي سي راډيوددفترمشر داوداعظمي له خوا دتليفون په وسيله ګډونوالوته دشهيدروحاني په اړه پيغام اودهغه دژوندخاطري واورولي
اغامحمدقريشي دغونډي په ترڅ كي دروحاني دسپين سري مورله خولي وتلي دشهيدبچي يادونه ولوستل اودهغه دكورني سره يي دمرستي غوښتنه وكړه
دغه رازديوشميرشاعرانوله لوري دشهيدروحاني په يادشعرونه هم ولوستل سوه
دحج اواوقافوريس مختاراحمدحقاني وويل چي دقرانكريم مباركوايتونوكي شهيدمړنه بلكه ژوندي بللي دي حقاني له ټولوژورناليستانونه غوښتنه وكړه چي لاهم خپلي سپيڅلي دندي ته پرمختګ وركړي
غونډه دښآغلي حقاني له خواددوعااوختمونوپه ويلوسره پاي ته ورسيده

۱۳۸۹-۳-۱۹

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر