۱۳۸۹ خرداد ۱۵, شنبه

دسولې دملي مشورتي جرګې دپرېکړه لیک مکمل متن

دسولې دملي مشورتي جرګې دپرېکړه لیک مکمل متن
د سولې ملي مشورتي جرګه د جمعې په ورځ ناوخته د یو پرېکړه لیک په صادرولو چې درې فصلونه او ۱۶ مادې لري، پای ته ورسېده. په دغه پرېکړه لیک کې، پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره مفاهمه، مذاکره او موافقه، له ناراضیانو سره د مذاکرې د چوکاټ جوړول او له ناراضیانو سره د مذاکرې لپاره د میکانیزم جوړولو پر موضوعګانو بحث شوی، چې لاندې یې لوستلی شئ.د سولې د ملي مشورتي جرګې پرېکړه لیکد ۱۳۸۹ لمریزکال د غبرګولي له ۱۲ څخه تر ۱۴ پورې
د سولې ملي مشورتي جرګه د افغانستان د رنځېدلي ملت د ۱۶۰۰ تنو پېژندل شویو استازو په ګډون چې د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې د ملت د منتخبو استازو، ولایتي شوراګانو، علمای کرامو، قومي مخورو، د مدني ټولنې د نهادونو، په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو د استازو او د ټولنې د نورو پرګنو په شمول چې په ۱۳ کټګوریو کې تنظیم او دعوت شوي وو، له موجوده ناامنیو څخه د وتلو د لارو د لټون او په هېواد کې پایدارې سولې ته د رسېدو په مقصد د مشورې لپاره د پروفیسور برهان الدین ربانی تر مشری لاندی جوړه شوه.
د سولې د ملي مشورتي جرګې غړو د دریو ورځو په ترڅ کې د طرحه شوې اجندا مطابق د کاري کمیټو په ګڼ شمېر غونډو او عمومي غونډه کې هراړخیزې خبرې اترې وکړې او په لاندې موادو موافقې ته ورسېدل:
موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي د خپلو دیني او ملي مکلفیتونو په درک کولو او دې ته په پاملرنې سره چې سوله د ژوندانه یوه اړتیا او د دې ملت د هر فرد غوښتنه ده، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس له نوښت او ژمنې څخه چې له ملت سره د مشورې پر بنسټ په هېواد کې د جګړې او وینې تویولو د پای ته رسولو او له سوله ییزې لارې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره یې کړې ده، هراړخیز ملاتړ کوو.
موږ سولې، خپلواکۍ او د هېواد عامه سوکالۍ ته د رسېدو لپاره، د افغانستان د مسلمانو خلکو د زغم، صبر او قربانیو قدرداني کوو.
د افغانستان خلک د هېواد د ملي نهادونو او بنسټونو په بیارغاونه کې د نړیوالې ټولنې په خصوص د امریکی له متحده ایالاتو له هراړخیز ملاتړ څخه قدرداني کوي او د افغانستان د دولت په ځان تر متکي کیدو پورې د هغوی د پراخو، اغیزمنو او بنسټیزو همکاریو د دوام غوښتونکي دي.موږ د اسلامي هېوادونو له زړه سواندو هڅو، په ځانګړې توګه، د حرمین شریفین د خادم د سعودي عربستان د پاچا او د ترکیې د جمهوریت له اقداماتو او نوښتونو څخه د هغه ملاتړ له امله، چې زموږ په جنګ ځپلي هېواد کې د سولې سبب کېږي قدرداني کوو او د هغوی د ډېرو همکاریو د دوام، تسریع او پراخوالي غوښتونکي یوو.
موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي د لاندې مواردو په اړه پرېکړه کوو او د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت او له هغه سره له ښکېلو مخالفو اړخونو هیله کوو، څو په عملي کولو کې یې چټک، صادقانه او د لمس وړ اقدام وکړي.
پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره مفاهمه، مذاکره او موافقه:
۱. موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي په جګړه کې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کوو، څو د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو مطابق، د افغانستان د خلکو غږ او غوښتنې ته د جګړې، ورور وژنې د بندولو او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره لبیک ووایي او د مفاهمې او مذاکرې لاره خپله کړي. دا د ټولو افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې نوښت دی او په هېڅ توګه بهرني افراطي عناصر او نړیوالې ترهګرې شبکې نه رانغاړي.
۲. دولت باید د سولې د پروسې د پیل لپاره د سولې د ملي مشورتي جرګې دپرېکړو په پام کې لرلو سره یو هراړخیز پروګرام جوړ او د سولی د تامین لپاره دوامداره برنامی د یوې ملي او دایمي ستراتیژۍ په توګه اعلان کړي.
۳. د سولې هڅې باید د نظام لاسته راوړنې او د هغه قانوني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې رانه ولي چې په هېواد کې د تازه کړکېچ د رامنځته کېدو سبب شي.
۴ . پایه دارې سولې ته د رسېدو په مقصد د ټولو اړخونو هراړخیزې او صادقانه ژمنې یو ضروري کار دی. موږ ګډون کوونکي جدي هیله لرو، څو د افغانستان د خلکو او د سولې د ملي مشورتي جرګې د ګډون کوونکو غوښتنو ته درناوی وشي او د دې جرګې پرېکړې په جدي توګه په عمل کې پلې شي. پرته له دې به د جرګو تاریخي ارزښتونو ته زیان ورسیږي.
۵. موږ له ټولو ښکیلو خواوو څخه هیله کوو څو له هغو مخکې شرطونو څخه چې د مذاکرې او مفاهمې د پیلولو زمینه ناشونې کوي، ډډه وکړي او د تفاهم د پیل لپاره جوړونکي او انعطاف منونکي چلندونه ترلاس لاندې ونیسي او خپل ښه نیت څرګند کړي.
۶. قومي، سیمه ییزو، ژبني، سمتي، تنظیمي، مذهبي او سیاسي مسایلو ته د لمن وهلو مخنیوی ، چې د ملي وحدت د زیانمنولو سبب کېږي، د ښکیلو خواوو په کاري لومړیتوبونو کې ونیول شي.
۷. د اقتصادي بنسټ د پیاوړي کولو لپاره د پانګې اچونې د زمینو برابرول، د بوختیا د پیدا کولو په مقصد د بشري منابعو او د هېواد د بنسټونو پرمختیا او وده، د بې وزلۍ کمول او د اسلامي او عمومي تعلیماتو د ظرفیتونو لوړول دې د دولت د برنامو په سر کې ځای کړای شي.
له ناراضیانو سره د مذاکرې د چوکاټ جوړول:
۸. موږ د افغانستان له دولت او په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونو څخه غوښتنه کوو چې:
- د ښه نیت په عنوان دې دولت د هغه شمېر افرادو د آزادولو په اړه چې د غلطو رپوټونو او یا ناثابتوتورونو پر بنسټ په بېلابېلو جېلونو کې پراته دي سملاسي او جدي اقدام وکړي.
- دولت باید له نړیوالې ټولنې سره په تفاهم کې له تور لست څخه د مخالفینو د نومونو په وېستلو کې چټک اقدام وکړي.
- دولت او نړیوال ځواکونه باید د هغوکسانو چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي د امنیت او خوندیتوب د تامینولو ضمانت وکړي او د هغوی لپاره دې، خوندي ژوندانه ته د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.
- له نړیوالو او افغاني ځواکونو څخه جداْ غوښتنه کېږي، څوله بې مورده نیونو او د کورونو پخپل سرو تالاشیو او د استوګنې په سیمو باندې له بمبارۍ څخه چې د ملکي تلفاتو سبب کېږي، په کلکه ډډه وکړي.
- دولت باید د پوځي عملیاتو د رهبري کولو او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ لپاره جدي اقدامات وکړي.
- وسله وال ناراضیان باید تاوتریخوالی او هغه ټول فعالیتونه چې د ګرانو هېوادوالو د وژلو او د بنسټونو د تخریبولو سبب کېږي، پرېږدي اوخپلې اړیکې دې له القاعده او سیمه ییزو ترهګرو شبکو سره پرې کړي.
- له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کېږي څو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تجهیزولو، روزلو او پیاوړي کولو کې جدي همکاري او اقدامات وکړي څو دا ځواکونه وکولای شي د هېواد او خلکو د امنیت د تامینولو مسوولیت پخپله غاړه واخلي.
- موږ له نړیوالې ټولنې څخه د اوږدمهالو ژمنو غوښتونکي یوو څو افغانستان بیا د سیمه ییزو سیالیو د کړکېچونو په ډګر بدل نه شي، د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی وشي او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړي کولو لپاره زمینه مساعده شي.
- موږ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو څو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر مشرۍ لاندې د سولې له پروسې څخه هراړخیز ملاتړ وکړي.
- دولت دې د خلکو په همکارۍ د ښې حکومت دارۍ د جوړولو، کار د کار اهل ته د سپارلو لپاره او له اداري او اخلاقي فساد سره د مبارزې او د مرکز او ولایتونو په کچه د ځمکې د غاصبینو پرضد اقدام وکړي. دا اقدامات پر دولت د خلکو د باور په ترلاسه کولو او له دولت سره د ملت په نږدې کولو او د سولې د پروسې په بري کې کلیدي رول لوبوي.
- د افغانستان خلک د عادلانه سولې غوښتونکي دي چې په هغې کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هېواد د ټولو اتباعو حقونه په پام کې نیول شوي وي او د ټولنیز عدالت د تامینولو په مقصد جرګه ټینګار کوي څو قوانین پرټولو اتباعو یو شان تطبیق شي.
۹. موږ د دې جرګې ګډون کوونکي له علمای کرامو، د چاپي، صوتي او تصویري رسنیو له مسوولینو او کارکوونکو څخه غوښتنه کوو څو د سولې د تبلیغ او تاوتریخوالي د پرېښودو لپاره د جوماتونو له منبرونو او ډله ییزو رسنیو څخه رسالتمنده او مسوولانه استفاده وکړي.
۱۰. موږ د دې جرګې ګډون کوونکي له خپلو ټولو دیندارو خلکو څخه غواړو څو له دولت سره یو ځای د هېواد د اوسنیو ناارامیو د پای ته رسولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي او د دې پروسې د بري لپاره هڅه وکړي. دولت باید د خلکو په همکارۍ ټول لازم تدبیرونه د امنیت د تامینولو لپاره تر لاس لاندې ونیسي څو د جنایتکارانه او ترهګریزو اعمالو مخه ونیول شي.
له ناراضیانو سره د مذاکرې لپاره د میکانیزم جوړول:
۱۱. په هېواد کې د سولې د پروسې د پرمخوړلو او د جرګې د مشورو د عملي کولو لپاره دې د ولایتونو او ولسوالیو د نمایندګیو په لرلو سره، واکمن کمېسیون یا د سولې عالي شورا جوړه شي، چې د هغه په ترکیب کې دې د خویندو او ورونو په شمول مصلح، زړه سواندي شخصیتونه، علمای کرام، قومي مشران، د ملي شورا له دواړو مجلسونو څخه یوـ یو تن استازی او هغه مخالفین چې له تاوتریخوالي څخه یې لاس اخیستی وي، شامل شي. دا شورا باید بندیانو ته د رسېدګۍ، خلاصولو او عادي ژوند ته د هغوی بېرته ستنیدو لپاره د رسېدنې په مقصد ځانګړې کمیټه جوړه کړي.
۱۲ . موږ د دې ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي ژمنه کوو څو د دې جرګې د سولې د پیغام ورکوونکو په توګه خپلو سیمو او ځایونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال د دې جرګې پیغام خپلو خلکو ته ورسوو او په دې لار کې به د سیمه ییزو ادارو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او ښځو په همکارۍ هراړخیزې هڅې وکړو څو خپله ملي او دیني ونډه د سولې په تامینولو کې ادا کړو.
۱۳ .د سولې د ملي مشورتي جرګې له پرېکړه لیک څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مکلفیت لري څو هغه د کابل د کنفرانس په اجندا کې شامل کړي.
۱۴. دولت باید د هغه میکانیزم له لارې چې جوړېږي، د سولې د برنامې د پرمختګ په اړه خلک په دوامداره او روښانه توګه خبر کړي.۱۵. د جرګې د ۲۸ ګونو کمیټو سپارښتنې د سراسري سولې د عمل د برنامې او د سولې د ستراتیژۍ د جوړولو او تعقیبولو په مقصد له دې پرېکړه لیک سره مل دي.
۱۶. په پای کې د سولې ملي مشورتي جرګه د افغانستان د مسلمان ملت په استازیتوب، په نړیوالو اوبو کې د فلسطین د بېوزلو او محاصره شویو خلکو لپاره د غزې په تړانګه کې د بشردوستانه مرستو پرکاروان د اسراییلو د پوځي ځواکونو وحشیانه برید چې د لسګونو تنو د وژلو او ټپي کېدو سبب شو په کلکه غندي، د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره خپله همدردي څرګندوي او د لوی خدای له در بار څخه هغوی ته صبر او استقامت غواړي.
له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کېږي څو د غزې د تړانګې ظالمانه محاصرې ته د پای ټکی کېږدي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر