۱۳۸۹ تیر ۴, جمعه

دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدديرشم پړاودفاريغينوپه لړكي اته څلويښت تنه فاريغينوته ديولړشانداره مراسيموپرمهال سندونه پداسي حال كي وركوله سوه چي دولاي








دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدديرشم پړاودفاريغينوپه لړكي اته څلويښت تنه فاريغينوته ديولړشانداره مراسيموپرمهال سندونه پداسي حال كي وركوله سوه چي دولايت ومقام دمرستيال ترڅنګ ددولتي اداروځينومسئولينواوزيات شيمرزده كونكوهم ګډون درلود،
دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدديرشم پړاودفاريغينوپه لړكي اته څلويښت تنه فاريغينوته ديولړشاندارومرسيموپرمهال سندونه پداسي حال كي وركول سوه چي دولايت دمقام سرپرست والي عبدالستارميرزكوال ، دهلمندمستوفي محمداعظيم احمدزي ، دهلمنددسري مياشتي رئيس ډاكتراحمدالله احمدي ، ترڅنګ دځينونورودولتي ادارورئيسانواستادانواوپه سلګونوشاګردانوهم ګډون درلود،
په پيل كي په هلمندكي دروښان انګليسي ژبي دښوونيزدمركزمشرجان محمدشيرزادپه خپلوخبروكي وويل چي روښان دانګليسي ژبي ښوونيزمركزنه يوازي دانكليسي ژبي ښونه كوي بلكي پدي سنټركي دكومپيټرپه برخه كي هم وهلمندوالوته په پرمختللي كچه زدكړي وركوي ،
ښاغلي شيرزادوويل چي پلانولروترڅوپه هلمندكي دشيرزادپه نوم يوه خيريه ټولنه جوړكړوچي په هغه كي به دهرشاګردفيس څخه دوي دوي افغاني په صندوق كي اچول كيږي اودسري مياشتي دټولني لخوابه پرهغه بيوزلوكورنيوچي دجنګ جګړواوياهم ديولړنوروستونزوسره مخ وي يادي پيسي به دكومك په ډول وركول سي ،
ښاغلي شيرزادهمدارازژمنه وكړه چي په دي ډګركي به خپلي هڅي ګړندي وساتي اوهڅه به يي داوي چي هلمندي ځوانان په نړيواله سمبال كړي .
دهلمندمرستيال اوسرپرست والي عبدالستارميرزكوال وويل په هلمندكي ورځ تربلي ځوانان دنوي تخنيك اوتكنالوژي سره اشناكيږي اوپه بري سره دپرمختګ په حال كي دي .
ښاغلي ميرزكوال په هلمندكي دځوانانوخوځښتونه وستايل اوزياته يي كړه چي تيره ورځ په هلمندكي ځوانانودويني بانك په جوړيدوسره به دډيري انسانانوژوندوژغورل سي .
نوموړي دځوانانورول دملي اردواوملي پوليسوپه ليكوكي اړين وباله اوورڅخه يي غوښته چي خپل وسله وال پوځ دخپلي ونډي په اخيستوسره پياوړي كړي .
ده دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدمشرجان محمدشيرزادهڅي وستايلي چي دعلم اوپوهي په ترسره كولوكي يي نه ستړي كيدونكي هلي ځلي كړيدي اوښاغلي شيرزاديي په هلمندكي دانګليسي ژبي دبنسټ ايښودونكي په توګه يادكړ.

دهلمنددسري مياشتي ريس ډاكټراحمدالله احمدي دخپلي ويناپرمهال وويل چي دانګليسي ژبي زده كړي يي په همدي ښوونيزمركزكي ترسره كړيدي اوله دي ځايه څخه يي دفراغت سنداخيستي دي .
همدارنګه احمدي دروښان انګليسي ژبي دښوونيزمركزدمشرتابه اواستادانوهڅي دقدروړوبللي چي دزده كوونكودسرنوشت اوښه راتلوونكي لپاره يي ترسره كړيدي .
دهلمنددادبي بهيرپه استازيتوب محمددوادفرهنګ ديادانګليسي ژبي دښوونيزمركزدرسي بهيرښه وارزاوه او له ټولوځوانانوڅخه غوښتنه وكړه چي په هره برخه كي خپلوزده كړوته پرمختګ وركړي اودپوهي په وسيله داهيوادله نورسره سيال وګرځوي .

پدي جوړه سوي غونډه كي دروښان انګليسي ژبي ښوونيزمركزڅخه دشاګردانوترمنځ ديولړسياليولمخي ديادسنټردري تنه زده كونكي چي لومړي دوهم اودريم ستوري سوه اودهلمندسرپرست والي عبدلستارميرزكوال لخواورته نقدي جائيزي وركړي چي ددي دريوكسانودجملي څخه جمالدين دروښان سنټرپه ديرشم پړاكي ستوري وپژندل سوو،
په غونډه كي دروښان دانلګيسي ژبي دښوونيزمركزڅخه اته څلويښت تنه فارغينوته چي دوه كاله يي په همدي ښوونيزمركزكي زده كړي ترسره كړي وي دمرستيال والي عبدالستارميرزكوال ، جان محمدشيرزاداونورودولتي مسولينوله خوافراغت ليكونه وركول سوه.
په وروستيوكي دروښان دانګليسي ژبي دښوونيزمركزله خوادمرستيال اونورودولتي مسولينوپه سردفغاني دودسره سم افتخاربګړي ورپه سركړل سوي .

۱۳۸۹

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر