۱۳۸۹ خرداد ۱۷, دوشنبه

په هلمندكي دمرين ځواكونوعمومي قوماندان دهلمندامنيه قوماندان سره دهغه دكارپه دفتركي وكتل ،

په هلمندكي دمرين ځواكونوعمومي قوماندان دهلمندامنيه قوماندان سره دهغه دكارپه دفتركي وكتل ،
سروري
په هلمندكي دمرين ځواكونوعمومي قوماندان تورن جنرال ميلزددوشنبي په ورځ دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارسره دهغه دكارپه دفتركي وكتل ،
په كتنه كي دواړوغاړودهلمندولايت په ټولو ولسواليوكي دسراسري امنيت په راويستلوټنگاوكړ،
په هلمندكي دمرين ځواكوعمومي قوماندان تورن جنرال ميلزپه خپل خبروكي دمارجي ولسوالي ته په ايشاري سره وويل چي ددي ولسوالي ترڅنګ په ټول هلمندكي بايددښه ژوندكولوزمينه برابرسي ترڅوخلګ په سوله اوامن كي خپل ژوندكول دسره پيل كړي ،
ميلزهمدارنګه دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارته ډاډوركړي چي ډيرژربه په هلمندكي پوره سوله تئمين سي ،
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاردمرين ځواكونودمرستواوهمكاريوڅخه دمنني ترڅنګ يي دهغيوڅخه وغوښتل ترڅونورهم دوي ورسره پوره مرسته وكړي چي دعاموخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره سي
ښاغلي انګارهمدارازدهلمندي وګړودهمكاريو څخه هم مننه وكړه چي تل يي دپوليسوسره خپله مرسته نه ده سپمه ولي خوانګارلادنورومرستواوهمكاريوغوښتونكي سووترڅودهررنګه ظلمونومخه په كلكه ونيول سي ،
پدي ناسته كي دمرين ځواكوعمومي قوماندان تورن جنرال ميلزاوهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاردلښكرګاه ښار اودورايي ترمنځ دغځيدلي لوي لاري دلاښه امنيت دراويستلوپرلاروچاروبحث اوخبري وكړي خودمرين ځواكونومشرتورن جنرال ميلزدهلمندامنيه قوماندان ته ډاډوركړچي ډيرژربه دلښكرګاه اودورايي ترمنځ پرلويه لا ره باندي دمرين ځواكونوپوستي هم ځاي پرځاي سي چي پدي سره به نه يواځي دلاري امنيت خوندي سوي وي بلكي به دعاموخلګولپاره به دښه ژوندكولوزمينه هم برابرسي ،

۱۳۸۹-۳-۱۷

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر