۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبه

په هلمند کي دمجاهدينودعالي شورا ديوي غونډي پرمهال دسولي ملي مشورتي جرګي ملاتړ وکړ اوغوښتنه يي وکړه چي ددي جرګي پايلوتطبيق ته جدي پاملرنه وسي .




په هلمند کي دمجاهدينودعالي شورا ديوي غونډي پرمهال دسولي ملي مشورتي جرګي ملاتړ وکړ اوغوښتنه يي وکړه چي ددي جرګي پايلوتطبيق ته جدي پاملرنه وسي .
اوپه دي غونډه کي ددولت له مخاليفوافغانانوڅخه غوښتنه وسوه چي له مخالفيت څخه لاس واخلي اودافغانستان له اسلامي دولت سره يوځاي سي .
په هلمند کي مجاهدينوعالي شوراديوي غونډي پرمهال دسولي ملي مشورتي جرګي ملاتړي وکړي اوهيله يي وښوده چي د دي جرګي په مرسته به په هيواد کي نا امني ورکه سي .
په هلمندکي دمجاهدينوعالي شورا ريس عبيدالله زيارمل دي غونډي ته دخپلوخبروپرمهال وويل سوله دهرافغان قانوني حق دي اوهرافغان ددي حق لري چي په دي هيوادکي هوسا ژوندولري .
ده وويل په دي هيوادكي اوسني نا امني دسولي ملي مشورتي جرګي په مرسته حل کيدايي سي ترڅو ټول افغانانوپه خپلومنځوکي دملي يووالي رويه خپله کړي .
ده له مروروافغانانووروڼوڅخه وغوښتل نورله مخالفت څخه لاس واخلي دافغانستان له اسلامي دولت سره اوږه په اوږه دهيوادپه بياجوړني کي خپله ونډه واخلي .
ده همداراز وويل په دي جرګه کي دافغانستان دبيلابيلوولايتونوڅخه داولس استازوبرخه اخيستي وه اوددوه ورځو په اوږدوکي يي شپارلس مادي يزپريکړه ليک په صادرولوسره په هيوادکي دسراسري سولي غوښتنه کړه وه .
زيارمل وويل دهلمندولايت اوسيدونکي ددي جرکي له پريکړه ليک څخه پوره ملاتړ کوي اوغوښتنه کوي چي نوموړي پريکړه ليک عملي کولوکي دي اړونده اداري کوټلي ګامونه واخلي .
همدارنګه ددي ددي شورا ريس په هيوادكي دولسي جرکي وروستيوټاکنوته هم اشاره وکړه او دټولواوسيدونکوڅخه يي وغوښتل چي داسي چاته خپله رايه استعمال کړي چي دي اولس ته رښتني خدمت وکړي .
وروسته دغونډي ويناوالوهم دسولي ملي مشورتي جرکي پراهميت خبري وکړي
جهادي قوماندانانو هريوه عبدالاحدخان اورحمت الله دغه جرګه په دي وخت خورا مهمه وبلل اوزياته يي کړه چي دغه جرګه پايلي دتيري امن جرګي په شان نسي .
ده ددولت له مخاليفوډلوڅخه هم غوښتنه وکړه چي ددي جرګي پايلوته غاړه کيږدي اودسولي له ملي پروګرام سره يوځاي سي او سلاوي په ځمکه کښيږدي
دغونډي يوشمير وينا والودسولي ملي مشورتي جرګي ملاتړ ترڅنګ له بهرنيوځواکونو هم غوښتنه وکړه چي په سيموکي دي بهرني ځواکونو خپلسري تلاشي اوعمليات نه کوي دوي وويل افغان ځواکونواوس ددي توان لري چي له بهرني ځواکونوسره يوځاي کار وکړي

سروري هلمند لښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر