۱۳۸۹ خرداد ۲۶, چهارشنبه

په امنيه قومانداني كي دمارجي ولسوالي لپاره دلاښه امنيت دراويستلو په منځورغونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دكورنيوچارودوزارت داستازي په هلمندكي ددوه سوه











په امنيه قومانداني كي دمارجي ولسوالي لپاره دلاښه امنيت دراويستلو په منځورغونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دكورنيوچارودوزارت داستازي په هلمندكي ددوه سوه پنځه لسم ميوند قولواوردوقوماندان دولايت دمقام مرستيال امنيه قوماندان دمرين اوبريتانيي ځواكونوموسئولينو اويولړنورولوړپوړوداخلي اوخاريجي مسئولينوهم گډون درلود ،
خبر،،،،،،،،،،،،،،، سروري
په امنيه قومانداني كي دمارجي ولسوالي لپاره دلاښه امنيت دراويستلوپه موخه يوه گډه غونډه پداسي حال كي جوړه سوه چي دكورنيوچارودوزارت دجلب اوجزب رئيس اركان سمونوال ډاكټرعبدالوكيل ، په هلمندكي دملي اوردوددوه سوه پنځه لسم ميوندقولي اوردوقوماندان بريدجنرال عبدالملوك ، دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال ،امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، په هلمندكي دمرين ځواكونومشرتورن جنرال ميلز ، برتانيي بريدجنرال نورتون اويولړنورولوړپوړوچارواكوهم گډون درلود،
دغونډي په پيل كي په هلمندكي دمرين ځواكونومشر تورن جنرال ميلزپه خپلوخبروكي وويل نه يوازي دمارجي ولسوالي لپاره بلګي به په ټول هلمندولايت كي دامنيتي حالاتودلاښٰه كولولپاره ګډي همكاري ته اړتياسته اوبايديودبل سره دپوره همږغي په منځورپر توستونزوته دحل لاري ولټول سي ،
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال دداسي غونډوجوړول ښه وارزول اوټنګاروكړچي داسي غونډي بايدپه راتلونكي كي هم جوړي كړو ترڅوهغه ستونزي چي اوس مهال ددولت پروړاندي شتون لري دهغويولپاره دحل لاري ولټول سي ،
ښاغلي ميرزكوال دمارجي ولسوالي دمركزي دولت اونړيوالي ټولني لپاره يي يوه دپام وړولسوالي وبلل وويل چي ډيرژربه په مارجي ولسوالي كي دښه امنيت دراويستلوترڅنګ به دقوي دولت داري اودخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره سي ،
په غونډه كي دمارجي ولسوالي لپاره دملي پوليسوپرزونه اودهغويودهرډول تجهيزاتوپروركولوهم دګډنوالوترمنځ بحث اوخبري وسوي ترڅودمارجي ولسوالي لپاره نوي تربيه سوي مسلكي پوليس وليږدول سي اوددي ولسوالي دوګړولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره سي ،

۱۳۸۹-۳۲۶





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر