۱۳۸۹ خرداد ۳۱, دوشنبه

په هلمندکي دماين چاودني دوه پوليس ووژل او دوه يې ټپيان كړه.

په هلمندکي دماين چاودني دوه پوليس ووژل او دوه يې ټپيان كړه.
دهلمند امينه قوماندانۍ دامنيت سرپرست امير سمونمل عبدالقادر زهير ديکشنبي په ورځ خبريالانوته وويل چي د پيښه غرمي مخكي د عامه نظم دپوليسو په موټر دنادعلي ولسوالى دګروپ شش په سيمه کي رامنځته سوه ،
زهير وويل چي يادپوليس له نادعلي ولسوالى څخه په رنجر موټركي لښكرګاه ښارته روان وه چي دسړك پرسر د ځاى پرځاى سوي ماين ښکار سوه .
دده په وينا چې په دي پيښه کي دوه پوليس وژل سوي او دوه نور ټپيا ن سوي دي
په بسٌت روغتون كي يو تن ډاكتر چي دنوم له ښودلو څخه يې ډډه کوله وويل چي روغتون ته د دوه پوليسو مړي اويو ټپي راوړل سوى دى .
دده په وينا چې وژل سوي او ټپي سوي پوليس دتخار ولايت اوسيدونكي دي
ددي پيښي په اړه تر دي دمه وسلوالوطالبانو څه ندي ويلي .

۱۳۸۹-۳-۳۱

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر