۱۳۸۹ فروردین ۱۹, پنجشنبه

دهيوادپلازميني كابل څخه دملي امنيت دلوي رياست مرستيال دپنجشپي په ورځ هلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي وكتل

دهيوادپلازميني كابل څخه دملي امنيت دلوي رياست مرستيال دپنجشپي په ورځ دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي پداسي حال كي وكتل چي دهلمنددملي امنيت رئيس ترڅنګ دپي ار ټي ياولايتي بيارغاوني مسئولين هم حاضروه ،
خبر.................. سرروي
دمركزكابل څخه دملي امنيت دلوي رياست مرستيال محمد نعيم بلوچ دپنجشنبي په ورځ دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي پداسي حال كي وكتل چي دهلمندولايت دملي امنيت رئيس بريدجنرال محمدنعيم مومن ترڅنګ دپي ار ټي ياولايتي بيارغاوني مسئولينوهم ګډون درلود ،
په غونډه كي ددي ولايت دلاښه امنيت په راويستلوكي پريولړاړينوموضوعاتوبحث اوخبري وسوي ترڅوددي ولايت ټول عام وګړي په ښه توګه خپل ژوندكولوته ادامه وركړي ،
ددي ناستي پرمهال دهلمندولايت دمارجي دولسوالي دتصوفي عملياتوچي لاهم ددي ولسوالي دوګړولپاره دښه ژوندكولوپه منظوراوددي سيمي دخلګوپه غوښتنه پيل سوي وه هم دواړوغاړويي هغه موهم اړخونه وڅيړل كوم چي دروانوعلمياتوپرمهال رامنځ ته وسوي وه ،
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دهيوادملي امنيت دلوي رياست دمرستيال څخه وغوښتل ترڅوددي ولايت لپاره تربل هروخت خپل پام واړه وي ولي چي اوس پدي ولايت كي دتيرووختونوپه پرتله امنيت تامين سوي اودخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره سوي ده ،
ښاغلي منګل دهيوادڅخه راغلي دي لوړپوړي پلاوي اوهمدارنګه يي دولايتي يابيارغاوني دمسئولينوڅخه وغوښتل ترڅوپه هلمندولايت كي امنيت تامين سي اوټولي هغه سيمي چي دامهال ددولت دمخالفينوترولكي لاندي دي هغه هم ډيرژرخلاسي اوخلګ يي دښه ژوندكولوترڅنګ هغيوته دبيارغاوني عامل منپيه پروژي هم پلي سي ،
دمركزڅخه راغلي دي لوړپوړي پلاوي ټول هيواد اوپه ځانګړيتوګه دهلمندولايت دسراسري امنيت راويستل يي ددولت وظيفه ووبلل ،
خوژمنه يي وكړه چي ډيرژربه ددي ولايت ټولي هغه سيمي چي ددولت دمخالفينوترتسلوت لاندي دي هغه خلاسي كړواو ورسرهجوخت به دبيارغاوني كارونه هم ګړندي كړوترڅوخلګ دكومي ستونزي سره مخامخ نسي ،

۱۳۸۹-۱-۱۹




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر