۱۳۸۹ فروردین ۱۸, چهارشنبه

دهلمند دمارجي ولسوالي ځايي دولتي اداره به لاهم پياوړي سي دا خبر دافغانستان دسيمه يزو ارګانو دخپلواكي اداري ريس څرګندكړ



دهلمند دمارجي ولسوالي ځايي دولتي اداره به لاهم پياوړي سي دا خبر دافغانستان دسيمه يزو ارګانو دخپلواكي اداري ريس ، مارجي ولسوالي ته ديو سفر پرمهال وكړه په دي سفر كي دناټو ملكي استازي ،هلمند والي دملي امنيت مرستيال ، او ديو شمير د ولتي ادارو مسولينو هم برخه لرله
خبر ....................
دهلمندد مارجي ولسوالي چي دتير دوه كالو را په ديخو ددولت دمخليفينو تر ولكي لاندي وه او ددوه كالو په بهير كي يادي ولسوالي ته زياته ځينونه اړولي وه دتير دوه مياشتو راپه ديخوا دمشترك په نوم دگډوځواكونو په مټ دا ولسوالي يوځل بيا ددولت تر لاس لاندي راغله ددي ولسوالي ځايي اوسيدونكي ددولت اونړيوالي ټولني څخه زياته اميدونه لري او دا غواړي چي په ولسوالي كي دبيارغوني تر څنګ ښوونځي ورته پرنيزي او ځوانانو ته يي دكاركولو زمينه برابر كړي خو دعملياتو ورسته دي ولسوالي ته زياتو بهرنيو اوافغان لوړپوړه چاروكو سفرونه كړي او ددي ولسوالي اوسدونكو ته يي زياتي وعدي وكړي چي په ولسوالي كي به يي امنيت راولي او ښوونځي به ورته نوي جوړوي دسه شنبي په ورځ هم دافغانستان دسيمه يزوارګانو دخپلواكي اداري ريس غلام جيلاني پوپل په افغانستان كي دناټو ملكي استازي مارك پليپ سيډويل دافغانستان دملي امنيت مرستيال تورن جنرال محمد نعيم بلوچ هلمند والي محمدګلاب منګل او يو زيات شمير دولتي ادارو مسولينو دهلمند مارجي ولسوالي ته سفر وكړ ه
ددي سفر موخه دمارجي ولسوالي له ځايي ملكي اداري او عامو خلكو سره ليدنه وه لومړي دافغانستان دسيمه ايزو ارګانو دخپلواكي ادار ي ريس غلام جيلاني پوپل او ورسره پلاوي دمارجي ولسوالي په بازاركي له ځايي اوسيدونكو او دوكاندارونو سره وليدل او بيايي دمارجي ولسوالي وداني ته سرورښكار كي او دولسوالي له مامورينو سره يي له نيږدي وليدل دهغي ستونزي واوريدلي او ورته يي دا وعده وكړه چي نوربه دا اداره قوي كوي تر څو ددي ولسوالي ولس ته مثبت ځواب ووايه ښاغلي پوپل دهلمند تلويزيون سره په يوه مركه كي وويل چي په مارجي ولسوالي كي تر زياته بريد امنيت دډاډ وړه دي خو لابه هم دامنيت رسي نور سيمو ته وغځووتر څو ټول ولسوالي تر امنتي پوښښ لاندي راسي ده زياته كړي چي بايد موږ په دي بثنه ونه كړو چي يوازي په دي ولسوالي كي امنيت راغلي با يد نور هم كاروكړو ترڅومو ددي ولسوالي د اوسيدونكو پوښتونو ته مثبت ځواب وويل وي
ده وويل چي په دي ولسوالي كي اوسمهال دمعارف ، كليوپراختيا ، څارنوالي مدريتونو پرنستل سوي اوپه نيږدي راتلونكي كي به نور څانكي هم پرانيزي ښاغلي پوپل په دي ولسوالي كي دفوډزون دراجستر لړي ته په اشاري سره وويل چي دمارجي ولسوالي اوه زره كروندكرو ته اصلاح سوي تخمونو او كيمياوي سري وركول كيږي ترڅو نور دوي دكوكنارو دناوړي كښت څخه لاس واخلي ا و حل لو كښتونو ته مخه كړي
هلمند والي محمد ګلاب منګل د مارجي ولسوالي دپرمختك خبر وكړ ده وويل چي په دي ولسوالي كي به ډير ژر ښونځيو ته نوي وداوني جوړي كړي ښاغلي منګل ددي ولسوالي دليسي خبر وكړه ده زياته كړه چي دمارجي ولسوالي مركزي ليسه مخكي په ډير اساسي توګه جوړه سوي خو دپردويود مزدوارنو دظالمانه منګلولو په واسطه وارن سوي دي چي دبياجوړولو كاربه يي په دا نيږدي ورځو كي پيل سي
ده وويل چي دامهال دمارجي ولسوالي ځوانان په مسجدوكي په زده كړه بوخت او دمعارف درياست له لوري ورته كتابنون هم وركول سوي خو دوي يوازي دښوونځي ددوادني نه شتون يادوي چي دنړيوالي ټولني په مالي مرسته به دا كارهم تر سركوي والي وويل چي دوطن او سولي دوښمان نه غواړي چي په مارجي ولسوالي كي سوله قوي سي ده زياته كړه دافغانستان دريس جمهور دفرمان سره سمه ددي ولسوالي داوسيدونكو غوښتني پراساس دمارجي څخه بيا تر لښكرګاه پوري د پنځه ديرش كيلو متر ه سړك دجوړولو كار به پيل ځوانانو او بي روزګار خلكو ته به د كاركولو زمينه هم برابر سي
دناټو دملكي چار و استازي مرك پليپ سډويل دمارجي ولسوالي ولس ته ډاډ وركړي چي نړيواله ټولنه به ستاسو سره همكاره وي تر څو تاسو په خپل مټ په دي ولسوالي كي امنيت ځواكمن كړي او ترهګر له ميځه يوسي ده وويل چي هغه ژمنه چي دافغانستان ريس جمهور له تاسو سره كړي وي مو ږ به ورته دعمل جامي وراغوندو او خپل كړني ژمني به عملي كوو
بيا دافغانستان دسيمه ايزو ارګانو ريس هلمند والي او ورسره پلاوي دمارجي ولسوالي دمركزي روغتيايي كلينك او دهغه مسجدڅخه ليدنه وكړه كوم چي پكي هر ورځ لسكونو ماشومان په ز ده كړي بوخت دي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر