۱۳۸۹ فروردین ۱۵, یکشنبه

دهلمنددنهرسراج ولسوالي دوزيرو دمانده په سيمه كي دري پوليس وژل سوي دي او څلور نور يي ټپيان سوي دي

دهلمنددنهرسراج ولسوالي دوزيرو دمانده په سيمه كي دري پوليس وژل سوي دي او څلور نور يي ټپيان سوي دي دهلمند دوالي وياند داوداحمدي وايي پوليسوته دغه مرګ اوژوبله ديوه كمين په ترڅ كي اوښتي ده
دهلمند ولايت د نهرسراج ولسوالي په وزيرو مانده سيمه كي دكندهار لښكرګاه ترمنځ لويه لاره باندي دپوليسو دګزمي موټر ته ديوه كيمن په ترڅ كي مرګ اوژوبله اوښتي ده ،
دهلمند دوالي وياند داود احمدي وايي نن وروسته تر غرمي دهلمنددامنيه قومانداني دپوليسو رنجرموټرته ددولت وسلوالو مخاليفينو كمين نيولي وو چي په ترڅ كي يي دري پوليس مړه او دري تنه نور يي ټپيان سوي دي ،
داود احمدي وويل لمړى درنجرموټر چلونكي دوسلوالو طالبانو په ګولۍ لګيدلي چي ترټپي كيدو وروسته يي دموټر دتيز رفتار له امله ترافيكي پيښه رامنځته سوي ده داود احمدي وويل نن سهار يوتن بل پوليس هغه مهال ټپي سوو چي رنجر يي دلاري پرسر په يوه ښخ كړاى سوي ماين باندي وربرابر سوو او موټر يي په پشپړ ډول له منځه ولاړى،
كه څه هم تر دي دمه پوليسو ته ددغه مرګ اوژوبلي داوښتلو پړه چاپه غاړه نه ده اخستي خو داود احمدي دغه كار ددولت دمخاليفينو بولي وسلوالو طالبانو ددې پيښي په اړه لا تراوسه رسينو ته څه نه دي ويلي خو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي نن يي دګرشك دباري په پوسته كي ديوه بيلري ماين له امله اته بهرني سرتيري وژلي دي او ګڼو نورو ته يي ژوبله اړولي ده خو دطالبانو دوياند دغه خبره هيڅ دولتي او بهرني مسئول نه ده منلي

سروري هلمند لښكرګاه


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر