۱۳۸۹ فروردین ۱۸, چهارشنبه

په ګرشك ولسوالي كي به ددولتي ادارې په اصلاح اودخلكوسره په ګډه همكارئ پورامينت تامين سي

په ګرشك ولسوالي كي به ددولتي ادارې په اصلاح اودخلكوسره په ګډه همكارئ پورامينت تامين سي داټكي دهلمند دوالي مرستيال په ګريشك ولسوالي كي ديوي غونډي پرمهال پداسي حال كي څرګندكړچي ددولتي ادارودرئيسانوترڅنګ يوشميردپوليسوافسرانوهم گډون درلود،
دهلمندولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال ددوشنبي په ورځ دلښكرګاه په څه باندي څلويښت كيلومتري كي پرتي ولسوالي ګريشك ته پداسي حال كي سفروكړچي دملي امنيت مرستيال ډګروال محمود دهلمندامنيه قومانداني دهماهنګي مرستيال محمداسماعيل ، دترانسپورټ رييس عبدالغفورتوخئ ، دپوهني رئيس شيراغاصافي ، ترڅنګ دامنيه قومانداني يوشميرافسرانوهم ګډون درلود،
ددي ګډپلاوي دسفراصلي موخه ګريشك ولسوالي ته دښي دولت داري دراويستلوترڅنګ دخلګولپاره په هم هغه ولسوالي كي دښه ژوندكولودزميني برابرول ښودل سوي دي.
دهلمندولايت دمقام مرستيال اوسره پلاوي لومړي ددي ولسوالي دټولنيزي شورادغړيوددي ولسوالي دقومي سپين ږيروسره يوځاي په هغه پراخه غونډه كي هم گډون وكړچي دولسوالي په انګړكي دسلګونوخلكوپه ګډون جوړه سوې وه.
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال وويل لكه څنګه چي هيله وه پدي ولسوالي كي بايددامنيت مزي تربل هروخت ټنګي سوي واى خوددي ولسوالي امنتي كسان پدي ونتوانيده ترڅودګريشك ولسوالي داوسيدونولپاره ديوښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،
ده همدارازددي ولسوالي پرادارې هم نيوكه وكړه چي تردي دمه يي ددي ولسوالي دخلګواودولت ترمنځ پوره هم ږغي نه دره راويستلي ،
ښاغلي ميرزكوال خپل راتګ دي ولسوالي ته ښه وارزاوه وويل چي پدي ولسوالي كي به ډيرښه بدلون راسي ترڅوخلګ نوردهيڅ ډول امنيتي ډاراوټولنيزمشكل سره مخامخ نه سي ،
اوپدي ولسوالي كه به دبيارغاوني يولړډيري اړيني پروژي هم پلي سي چي دابه ددي ولسوالي داوسيدونكولپاره يوه ښه خبره وي.
مرستيال والي خلكوته ژمنه وركړه چي په سيمه كي يې په دافغان ځواكونوپه مټ امنتي حالت ښۀ كوي ترڅوخلك ددولت سره دپوره همكارئ توان ومومي.
قومي سپين ږيرودخپلوخبرپرمهال ددي ولسوالي داوسيدونكولپاره دپوره ډاډمن امنيت دراويستلوغوښتنه كوله چي ترهرڅه ديوي سيمي لپاره امنيت تامينول اړين دي ولي چي دامنيت په راويستلوسره دهركاركولوزمينه برابريدلايي سي ،
دقومي سپين ږيروخبري دولايت دمقام مرستيال واوريدي اوورسره يې ژمنه وكړه چي ډيرژربه ددي ولسوالي دخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابروي ،
په غونډه كي دګرشك ولسوالي دښځوچارومشري اغلي ګلالي دښځوپه وړاندي چي كومي ستونزي پرتي دي هغه يي دي لوړپوړي پلاوي ته وړاندي كړي وويل چي كومي ه ښځي چي دامهال ددولت سره همكاري كوي دهغيوپروړاندي يولړډيرى ستونزي پرتي دي چي دې كارښځي له ستونزوسره مخ كړي.
پدي ګډپلاوي كي دهلمندولايت دپوهني رئس شيراغاصافي ګډون درلودچي پدي ولسوالي كي يي ديوښوونځي څخه دليدني پرمهال دښوونكواوزده كونكوسره خبري وكړي اوژمنه يي وكړه چي ډيرژربه په دي ولسوالي كي دټولوښوونځيودرسي بهيرتربل هروخت ښه سي اوزده كوونكي به وكولاى سي چي په ښوونځيوكي په ښه كچه زده كړه ترلاسه كړي.
دسه شنبي په ماښام دهلمندولايت دمقام مرستيال عبدالستار ميرزكوال اوسره پلاوي دګريشك ولسوالي په بازاراوشاوخواسيموكي پلي ګزمه هم ترسره كړه .
ديادوني وړده چي ګرشك ولسوالۍ ته دولايت مقام لخواليږل سوۍ اوس په ګرشك ولسوالۍ كي په كارلګيادي ترڅوپه دولتي اداره اوامنيتي حالاتوكي بشپړبدلون رامنځته كړي.

۱۳۸۹-۱-۱۸
سروري هلمندلښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر