۱۳۸۹ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

دهلمنددملي امنيت كاركونكويوه اندازه چاوديدونكي توكي نيولي اوهمدارنګه يي دانسان تښتونكويوه ډله هم نيولي

په هلمند كي دملي امنيت كاركوونكو ددې ولايت په بيلابيلو سيموكي يوه اندازه وسلي او چاوديدونكي توكي نيولي همدارنګه دوي يوتنكي ځوان هم دتښتوونكو دمنګولو څخه خلاص او خپل كورني ته وسپاره .
دهلمندملي امنيت يوي امنيتي سرچيني چي دنوم له څرګندولوڅخه ډډه كوله خبريالانو ته وويل چي كاركوونكو يي ددې ولايت په بيلابيلو سيموكي د استخباراتي معلوماتو پربنسټ دجلاجلاعملياتو په ترڅ كي په زياته اندازه سپكي او درندي وسلي نيولي دي خو ددغه وسلو او چاوديدونكو توكو په تړاو يي څوك نه دي نيولي .
ددغه سرچيني دمعلوماتوله مخي چي څه موده وړاندي دښوونځي يو زده كوونكي هم دسړي تښتونكو دمنګولو څخه خلاص او دكورني غړيو ته يي سپارلي .
دغه تنكي ځوان څه موده وړاندي دديوي امنيتي پوستي دريو تنو پوليسولخوا تښتول سوي وو چي دمنسوبينو دنه ستړي كيدونكو هلوځلو په پايله كي تښتونكي ونيول سو ه ،
دوي زياته وي چي سړي تښتونكي يي دتنكي ځوان سره يوځاي لاس په لاس نيولي او دامهال ورڅخه پوښتني ګرويږني رواني دي .
دتښتول سوي ځوان پلاروويل چي دسنګين ولسوالي كي اوسيږي زوي يي دلښكرګاه دكارته لګان دعالي ليسي دلسم ټولګي زده كوونكي دي چي دلته اطاقي ژوند تيروي ده ددولت څخه خوښي وښوده چي په ډير لنډ وخت كي يي زوي دتښتونكو دظالمانه منګولو څخه راخلاص كړ ، .
تښتول سوي ځوان وويل چي تښتوونكو ورڅخه دخوشي كيدو په بدل كي دزياتوپيسو غوښتنه كوله .

سروري هلمندلښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر