۱۳۸۹ فروردین ۲۱, شنبه

په هلمندكي دبړنيومرستوپه روغتونكي دځانمرګوبريدكونكوچاوديدونكي توكي ونيول سوه


دهلمندپه مركزلښكرگاه كې د بيړنيومرستو په روغتون كې دامنتي چارواکو لخوا دځانمرگوبريدكوونكوواسكټونه اوچاوديدونكي ونيول شول.
په دي اړه ځايي چارواكي وايي چې په دې تړاودرى بهرني ايټالوي او شپږافغانان کاروکونکي چي ويل کيدل په همدي روغتون کي كاركوي نيول شوي دي.
چارواکي وايي چي دغه نيول شوي کسانو پلان در لودي دموادو دځاى په ځاى کيدو وروسته به دهلمندوالي او دولتي چارواکو بريدونه کيږئ .
دهلمندوالي محمدگلاب منگل دشنبې په ورځ ناوخته په يوه خبري ناسته كې وويل چې دوي له وخته په دي اړه معلومات تر لاسه کړي وه چي په ايمر ي جنسي روغتون کي به دکورنيو اوبهرنيو توريستانو لخوا لومړي چاوديدونکي توکي ځاي په ځاي او وروسته بيا دپلان له مخي بريدونه تر سره کوي .
نوموړي وويل چي دملي امنيت دمنسوبينولخوادوه دځانمرگوبريدكوونكوواسكټونه، ،دوه ميله تومانچې اونهه حلقې لاسي بمونه اوځينې نورتوكي ونيول شول.
دوالي په ويناچې دتوريستانو لومړي هدف داوه چي په لښکرګاه کي دخلکو په ګڼه ګوڼ کي ځانمرګي بريد تر سره کړي او بل بريد هغه وخت تر سره کړي چي دهلمندوالي دپيښي له ځاى څخه ليدنه کوي لومړي بۀ دډزو لاسي بمنواو په وروستي کي به له ځانمرګي بريد څخه کار اخلي .
والي داهم وويل چي په نيول شوي ايټالويانوکي دمارکو په نامه يو تن دطالبانو په غوښتنه په روغتون کي ټپي شوي پوليس او دولتي کسان ياخو وژل او يا به يي لاسونه اوپښي ځيني پريکولى .
نومووړي وويل چي ايټالوي مارکو ګرانټي په کويټه كي دطالبانو له شوراه څخه دهلمندوالي دوژني لپاره پنځه سوه زره امريکايي ډالره لا له وخت تر لاسه کړي وه.
دوالي په وينا چي همدي شخص داجمل نقش بندي په وژنه کي لاس در لودي او له طالبانو سره يي په کوټه او په خپله په ايمري جنسي روغتون کي ليدني اوکنتي کولي.
داجمل نقشبندي وژنه نږدي دري کاله وړاندي رامنځه شوه هغه وخت له طالبانو څخه ايټالوي خبريال راخوشي ، موټر چلوونکي او اجمل نقشبندي ووژل شوه چي له همدي امله نږدي څلور مياشتي دغه روغتون وتړل شوو او افغان مشر يي ډاكټررحمت الله دامنتي چارواکو لخوا بندي شو خو څه موده وروسته ددوي په مرسته له زندان څخه خوشي شوو.

سروري هلمند لښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر