۱۳۸۹ فروردین ۱۳, جمعه

په هلمند كي دپنجشنبي په ورځ يو سل اوپنځوس تنه نور پوليس له نظامي زده كړو نه فارغه سوه





په هلمند كي دپنجشنبي په ورځ يو سل اوپنځوس تنه نور پوليس له نظامي زده كړو نه فارغه سوه
دغه پوليسوته دلښكرګاه دپوليسو په روزنيز مركز كي پوره دوه مياشتي زده كړي وركول سوي دي
ىوه مىاشت وړاندى هم له دى ښونىزمرکزڅخه ىوسل پنځوس تنه پولىس تردوه مىاشتوزده کړو وروسته فارغ سوى وه
دهلمندپه دغه ښوونيزمركزكي چي دڅه مودي راپه ديخوايي په كارپيل كړي دپنجشنبي په ورځ يوسل اوپنځوس تنه نور پوليس تردوه مياشتومسلكي زده كړو وروسته فارغه اوهيوادوالوته دخدمت لپاره وړاندي سوه
دهلمندامنىه قوماندانى پولىسوجلب اوجذب مرکزمشر سرڅارمن نظرعلي په وىنا دامهال په مرکزلښکرګاه اوښوراب کمپ کى پوره شپږ سوه پولىس تر روزنى لاندى دى چى ورته دبهرنىو اوکورنىوښوونکوله لورى زده کړه ورکول کىږى .
دى واىى په دى وروستىوکى ىى دپولىسو روزنى بهىر چټک سوى ده
دبرتانياهيوادددفاع وزارت دپوليسومشرسټيولاف وويل دبرتانياهيوادنورهم ژمن دي هغه پوليس چي مسلكي زده كړي نه لري ورته به دنوروزده كړوزمينه هم برابره كړي .
لاف ووىل هىواد په هلمندولاىت کى شپږ زره پولىسوروزنى ژمنه کړى چى ددوه کاله په اوږدوکى به ىى ترسره کړى .
ده ووىل په دى ښوونىزمرکزکى پولىسوته محاربوى زده کړى دبهرنىواوبشرى زده کړى کورنىوښوونکوله ولورى ورکول کىږى .
ديادښوونيزمركزمشرمحمدرفيق شيريارواىى نه يوازي سلګونه نورپوليسوته يي دفراغت سندونه وركړي دي بلكي همدا اوس اوس دري سوه نورپوليس هم جلب اوترزده كړوولاندي دي
شيريار زياته كړه چي دغه تازه فارغ سوي پوليس به ددي ولايت په اړونده ولسواليو اومركزي سيموكي په دندووګمارل سي .
دىادونى وړده چى ىوه مىاشت وړاندى هم له دى ښونىزمرکزڅخه ىوسل پنځوس تنه پولىس ترمسلکى زده کړوفارغ سوى وه
باىد ووىل سى چى تىره ورځ هم دښوراب په نظامى هډه کى څه کم نوى تنه پولىس تردرى مىاشتى مسلکى زده وروسته دفراغت سندونه ورکړل سوه

سروري هلمند لښكرګاه
۱۳۸۹-۱-۱۳

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر