۱۳۸۹ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

دهيوادجمهوررئيس ښاغلي حامدكرزي كندهارولايت ته سفروكړ

تيره ورځ کندهار کې روان حالت د ترهګرو د بريدونو، د بهرنيانو د بې غورۍ، د حکومت، قومي مشرانو او سپين ږيرو د تيروتنو له امله دي دغه ټکي دهيوادجمهوررئيس ښاغلي حامدکرزي ددي ولايت اوشميرنوروولايتونودقومي مشرانو ديني عالمانو اوعامووکړوپه يوه غونډه کي وکړي . هلمندوالي محمدګلاب منګل هم دجمهوررئيس سره په غوڼده كي دبرخي اخستنني په موخه كندهارته سفروكړ.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي د کندهار ولايت ته له يوه لوړ پوړي پلاوي سره دخپل سفرپرمهال د منډيګک په ماڼۍ کې يې په يوه لويه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال مک کرسټل، د ناټو ملکي استازي، دكابيني غړو،سيمه ايزوارګانونودخپلواكي ادارې لوى رئيس غلام جيلاني پوپل، دهلمندوالي محمدګلاب منګل په ګډون د کندهار، زابل، او اروزګان ولايتونو واليانو، د ملي شورا غړيو اوشاوخوا دريو زرو قومي مشرانوهم برخه اخيستې وه.
جمهوررئيس ښاغلي حامد کرزي کندهار ته خپل سفر ډېر مهم وګاڼه او ويې ويل تر هغه مهاله په کندهار کې امن نه سي راتلاي ، ترڅو د کندهار ټول خلک د دې ولايت په خدمت کې نه وي درېدلي او خپل سالم بچيان پوليسواوملي ارودوځواکونو ته ورنه کړي او په خپلو بچيانو زده کړه ونه کړي.
ښاغلي کرزي وويل، ددي ولايت اوسيدونکي بايددامنيتي ځواکونوسره مرسته وکړي اوپه همدي وسيله ددي ولايت امنيت نورهم پراخ سي .
ښاغلي کرزي په هيواد کې د سولې او ثبات راوستو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې په خپل پوره توان او کوښښ لګيا دى ترڅودهيوادپه هرگوټ كي امنيت خوندي سي.
هغه په دې برخه کې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د خبرو اترو پروګرام يادكړ او ويې ويل، چې د هغوى طرحه يې تر کتلو او اصلاحاتو وروسته بيرته د دغه ګوند مشر ته ليږلې ده.
جمهوررئيسښاغلي کرزي روغه جوړه له هغو طالبانو سره وګڼله، چې د حکومت څخه خفه دي اوپه القاعدې پوري تړاونلري.
جمهوررئيس کرزي د کندهار والي ته په خطاب کې وويل، چې که نوموړى د ولسواليو له مشرانو سره خبرې کوي، نو نيغه په نيغه به يې په خپله کوي،
هغه د ناټو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټل ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې هغه يې نن د دې لپاره له ځان سره راوستى، چې د هغوى د کړنو، ملکي استازيو او سرتيرو په اړه ترې پوښتنه وکړي.
ده وويل، چې افغانستان داسې جوړېږي، چې د هيواد وګړي پر خپل جمهور رييس باور وکړي، چې په خپلو چارو کې ازاد او خپلواک دى او داسې فکر وکړي، چې دا نظام د هغوى خپل دى
د جمهوررئيسښاغلي کرزي په خبره، په داسې حالاتو کې چې په هيواد کې تر سلوزرو زيات بهرني سرتيري موجود دي، پر هغوى دغسې يو تور ډېر اسانه لګيدلى شي.
نوموړي د ولايتي چارو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د ولسوالانو معاش کله چې کابل ته لاړ، نو د يوه فرمان پربنسټ به ٢٠ زره افغانيو ته لوړ کړي.
جمهوررئيسښاغلي کرزي د سولې او ثبات په برخه کې پر پوليسو هم نيوکې وکړې او ويې ويل، چې په کندهار کې لا اوس هم په يو شمير ساحو کې د ټوپکوالو د مهال اطاقي سيسټم موجود دى او هغه داسې چې که د يوې حوزې مامور تبديليږي، نو ټول پرسونل به ورسره ځي.
خو ده وويل، چې سيسټم به اصلاح کوي او هغوى مجبور دي، چې تعادل به راولي.
جمهوررئيس حامد کرزي پدې وروستيو کې د ملي اردو د ٢٧٠ تنو د فارغينو خبره وکړه او ويې ويل، چې په دې ډله کې يواځې دوه تنه له کندهار څخه وو او له خلکويې ځواب وغوښت، چې ولې خلک خپل ځوانان ملي اردو او پوليسو ته نه ورکوي
دغه مهال قومي مشر او د ولايتي شورا مرستيال حاجي اغا لالى دستګيري ولاړ شو او جمهوررئيس ته يې په لوړ غږ وويل، چې د دې کار لوى لامل ناامني ده، ځکه که يو څوک خپل زامن په پوليسو يا ملي اردو کې شاملوي نوپه سيمه کي ورته ستونزي جوړيږي
نوموړي دغه راز وويل، چې قومي مشرانو ته د بهرنيانو او حکومت له خوا واک نه ورکول کيږي نوځكه حالت په كندهاركي نسبت نوروسيموته خراب دى.
يوه بل قومي مشر بيا وويل، چې که دى په دې پوه سي، چې حکومت د هغه پوښتنه کوي، نو چمتو دى چې خپل څلور واړه زامن ملي اردو يا پوليسو ته ورکړي.
د کندهار يوه اوسيدونکي بيا پر قومي مشرانو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې ترڅو هغوى اصلاح سوي نه وي، نو دغه راز ستونزې به روانې وي او کندهار به له کړاوونو او بې ثباتۍ سره مخ وي.
جمهوررئيس ښاغلي کرزي د خلکو دا ټولې نيوکې پر ځاى وبللې او له خلکو يې وغوښتل، چې د حل لاره يې هم ورته وښيي.
ښاغلي کرزي له خلکو څخه په دې توګه دا پوښتنې مطرح کړې، چې د پوليسو په ليکو کې ستونزې شته، څنګه يې مخه نيول کيداى سي او بل دا چې په کندهار کې موجوده سيسټم د دې ولايت د ټولو قومونو استازيتوب کوي او کنه
نوموړي د بيارغونې او له بهرنيانو سره د ستونزې په اړه وويل، چې په دې برخه کې يې ډېر کار کړى دى او ډېر بدلونونه راغلي دي.
جمهوررئيس ښاغلي کرزي په کندهار کې د پيليدونکيو عملياتو په اړه وويل، هغه پوهيږي چې د کندهار ولس له دې عملياتو څخه په وېره او تشويش کې دى.
خو ده دا هم وويل، چې تر هغو به هيڅ عمليات نه کيږي، چې له خلکو سره سلا مشوره نه وي سوې او له هغوى څخه لارښوونه نه وي اخيستل سوې.
ترغونډي وروسته دافغانستان جمهوررئيس حامدكرزي دخلكواودولتي چارواكوسره هم په جلاجلاتوګه وكتل اودخپل سفرپه دوهمه ورځ مركزكابل ته ستون.
دسيمه ايزوارګانونودخپلواكي ادارې لوى رئيس غلام جيلاني پوپل اودهلمندوالي محمدګلاب منګل دجمهوررئيس سره ترليدني وروسته نن ترغرمې وروسته هلمندته راستانه سول.

سروري هلمندلښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر