۱۳۸۹ فروردین ۲۱, شنبه

دمارجي ولسوالي ځايي اوسيدونكي دامنيت دنشتوالي څخه سرټكوي

دغه اوسيدونكي خبردارى وركوي كه دې حالت ته چې اوس په مارجه كې روان دى بدلون ورنه كړل سي پايلې به يې ددولت اونړيوالوپه زيان تمامې سي.
خوځايي چارواكي وايي چې په مارجه كې دسلگونوملي پوليسوترڅنگ دملي اردواوبهرني ځواكونه ميشت دي اوورځ تربلې امنيت دښه كيدوپه حال كې دى.

دمارجې ولسوالى دلښكرگاه په لويديځ شاوخوا۳۵كيلومترى كې پرته سيمه ده چې پكې څه موده وړاندې دمشترك په نوم پراخه چاڼيزعمليات هم ترسره سول خواوسيدونكي يې وايي چې اوس هم دامنيت په برخه كې ستونزې شته اودعادي ژوندكولولپاره پكې زمينه نه ده برابره سوې.
دغه اوسيدونكي وايي چې له يوې خوادوسلوالوطالبانوله گواښونوسره مخ دي اوله بلې خواميشت بهرني ځواكونه دورځې لخواپه كروندگروډزې كوي چې له امله يې مرگ ژوبله هم رامنځ ته كيږي.
خوپه مارجې ولسوالى كې دعامه نظم دپوليسوقوماندان سمونوال غلام سخي غفوروايي چې دمارجې ټولې سيمې ددولت ترولكې لاندې دي او۴۸دپوليسوامنيتي پوستې،دملي اردواودامريكاسمندري سرتيري ځاى پرځاى دي چې ورځ تربلې په امنيتي حالاتوكې ښه والى راځي.
دده په ويناچې مارجه دوسلوالوطالبان پياوړى مركزواويوڅه وخت ته اړتياشته چې پوره امنيت ټينگ سي.
په همدې حال كې دمارجې ولسوال حاجی عبدالظاهراريان وايي چې وسلوال طالبان دخلكوله كورونوڅخه په امنيتي ځواكونوډزې كوي چې له همدې امله ځينې وخت ولسي وگړوته مرګ ژوبله اوړي.

۱۳۸۹-۱-۱۹

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر