۱۳۸۹ فروردین ۱۵, یکشنبه

دمارجي ولسوالي اومرکزلښکرګاه ترمنځ هغه پنځه ديرش کيلومتره ستونزمنه لار پرانستل سوه

دمارجي ولسوالي اومرکزلښکرګاه ترمنځ هغه پنځه ديرش کيلومتره ستونزمنه لاره چي دتيرودوو کلنوراپه ديخوابنده سوي وه دهلمندوالي دامريکايي سمندري ځواکونوقوماندان اوددولتي ادارو ريسانو دمارجي ولسوالي ته دموټرونوله لاري په سفرکولوسره دغه لاره پرانستله
خبر --------
دمارجي ولسوالي اومرکزلښکرګاه ترمنځ لويه لاره چي امنيتي ستونزواوماينونوله امله بنده سوي وه دماين پاکي د ګروپونوپه ليږلوسره دغه لاره له ماينونوڅخه خلاصه سوه .
دمرکزلښکرګاه اومارجي ولسوالي دلاري په سرګڼ شميرامنيتي پوستي ځاي پرځاي سوي دي .
دهلمندوالي محمدګلاب منګل اوورسره امنيتي اوملکي ادارو مسولينودتريخ ناورد سيمي په بازارکي دسيمي له اوسيدونکوسره له نژدي وکتل اوورسره يي په سيمه كي داوسيدونکودستونزودحل په موخه ورسره خبري وکړي
دتريخ ناور اوسيدنکوله هلمندوالي څخه غوښتنه وكړه چي په سيمه کي دي دامنيت له ډاډمن کيدوورسته ورته دبيارغوني پروژي په لاره واچوي .
دوي له هلمندوالي څخه وغوښتل چي په سيمه کي دي ورته امنيتي پوستي ځاي پرځاي کړي ترڅودد ولت وسله والومخاليفين ددوي له سيمي څخه ورک اونابودسي .
هلمندوالي دتريخ ناورپه بازارکي ددي سيمي له اوسيدونکوسره په ليدنه كي وغوښتل چي خپل سالم بچيان دملي پوليسواوملي اردو په ليکوکي شامل کړي ترڅودخپلي سيمي امنيت پخپله ونيسي .
منګل دخپلوخبروپرمهال په دي ولسوالي کي وروستيوپرمختګونوته په اشاري سره وويل دمارجي ولسوالي څخه دوسله والومخاليفينوټغرټول سوي دي او دمارجي اومرکزلښکرګاه ترمنځ لاره اوس پوره امنيت سوي ده اوله امنيت سره يوځاي يي دجوړلوچاري هم پيل سوي دي .
هلمندوالي دمارجي ولسوالي له کرونده ګروسره دکيمياوي سري اواصلاح سوو تخمونواو ګرونده ګرته دزراعتي ماشين الاتوبرسيره دبرقي جنراتورونومرستي به هم ترسره سي ده همداراز روښانه کړه چي په مارجي ولسوالي کي ټول کرل سوي دکوکنارو کروندي له منځه وړلو سره به کرونده ګروته بدل کي کيمياوي سري اواصلاح سوي تخمونه هم وركول سي ، .
دهلمنددولايتي شورا ريس محمدانور. دسيمي له اوسيدنکوڅخه يي وغوښتل چي وسله والومخاليفينوپه اړه امنيتي ځواکونوته خبر ورکړي ترڅوپه سيمه كي د ناامني مخه په كلكه ونيول سي ،
په هلمندکي ددوه سوه پنځلسم ميوندزون قول اوردود لومړي ليواقوماندان جنرال محي الدين غوري دمارجي ولسوالي اوسيدونکوته ډاډ ورکړچي په دي ولسوالي کي دملي اردوځواکونه له بهرنيوځواکونوسره يوځاي دسيمي دامنيت دټينګښت لپاره هڅي کوي اوله دي نه وروسته به دمارجي ولسوالي اوسيدونکي په سوله يزه اودامن فضاکي ژوندوکړي .

سروري هلمندلښكرګاه


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر