۱۳۸۹ فروردین ۲۲, یکشنبه

په هلمندكي دتيري ورځي دپيښي په اړه دهلمندولايت ډيري اوسيدونكي ديوه لاريون په كولوسره دلښكرګاه ښاراوكوڅوته راووتل

دهلمندولاىت اوسىدونکودتىرى ورځى دبىړنىومرستوپه روغتون کى دځان وژونکوواسکټونه اوچاودىدونکوتوکوپه تور درى بهرنى اىټالوىانو دسختى سزااواىمرجنسىوروغتونودبندولوغوښتنه وکړه . دوى له دىوه سولىزلارىون پرمهال له قضاىى ارګانونوڅخه وغوښتل چى دغه کسان په اعدام محکوم کړى
تىره ورځ دهلمندمرکزلښکرګاه دبىړىنومرستوىااىمرجىنسى په روغتون کى دهلمندملى امنىت رىاست اوامنىتى ارګانونوپه مرسته دوه دځان وژوونکوواسکټونه دوى تومانچى نهه لاسى بمونه دپولىسوىونفورم ددى روغتون په زىرمتون کى ونىول سوه .
چى له دى چاودىدونکوتوکواوسلاو سره درى تنه بهرنى ددى روغتون اىټالوى ډاکټران اوشپږتنه ددى روغتون افغان ساتوونکى ونىول سوه .
دىکشنبى په ورځ دهلمندولاىت اوسىدونکودىوه سولىزلارىون پرمهال ددى کسانوداعدام غوښتنه وکړوه دوى دغه درى تنه بهرنى ډاکټران دافغان اولس لوى قاتلىن وبلل
دوى ددى شوم هدف چى دهلمندوالى محمدګلاب وژنه وه سخت وغندل اوزىاتوله يي چى دغه کسانوپه ډىرى نوروترورىستى کارونوکى لاس درلودى . چى همدى کسانوپه وارو وارو دافغان اولس وىنه توى کړى ده .
په دى سولىزلارىون کى دهلمندولاىت دىنى عالمانوقومى مشرانوعام خلک اوځوانان راغونډسوى وه
چى ټولوددى روغتونوبهرنى کسانوداعدام او ددى روغتون دتړولوغوښتنه کوله
دىنى عالم مولوى فىض الله ووىل دغه ډول کسانودترورىستى اعمالوپه ترسره کولوداسلام مبىن دىن نوم بدوى او شرىعت ددغه ډول کسانو داعدام حکم کوى ځکه دوى دبى ګناه کسانووىنه توىوله .
دغه لارىون کوونکو دادرى تنه اىټالوى کسان هم درى کاله وړاندى افغان خبرىال اجمل نقشبندى په وژلوهم تورن کړه .
دوى ووىل دغه کسانوهغه مهال اىټالوى خبرىال دوسله والومخالىفىنوله ولکى څخه خلاص اوافغان خبرىال يي ددى روغتون دمشرپه لارښوونه ددولت دوسله والومخالفىنوپه وسيله وه واژه.
تىره ورځ دهلمندوالى محمدګلاب منکل دىوى خبرى ناستى پرمهال ددى روغتون بهرنى کارکوونکى اوپه افغانستان کى اىمرجىنسىوروغتونومشرمارکوددولت دوسله والومخالفىنودګاونډي هيوادپاكستان په صوبه بلوچستان دکوىټى په ښاركي دطالبانود شوراسره له نژدى اړىکى درلودلى
چى همدى بهرنى کس دهلمندوالى محمدګلاب منکل دله منځه وړلولپاره پنځه سوه زره ډالره له ترورىستى ډلوڅخه اخىستى وه .دوالي په خبره چي داوس مهال لپاره يادكسان دامنيتي چارواكولخوادترپښتنواوګرويږنولاندي دي ،

سردارمحمد سروري هلمندلښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر