۱۳۸۹ فروردین ۲۳, دوشنبه

دايټالياهيوادسفيرهلمندولايت ته سفروكړاودهلمندوالي سره يي دهغه دكارپه دفتركي وكتل

په افغانستا ن کي دايټاليا سفير وايي چي داشخاصو په نيولو سره به دافغانستان او ايټالياترمنځ اړيکي خرابي نشي . دايټالياه سفير کلاوډي بينزو د يو ه لنډ سفر په ترڅ کي هلمند ته ددي ولايت له والي محمدګلاب منګل سره وليدل او دهغه ايټالويانو په سر يي ورسره خبري وکړي چي دشنبي په رو ځ د دولتي چارواکو لخوا ورسره وسلي او چاوديدنكي توکي نيول شوي وو .
دغه چارواکي ويلي ددي چي دوي يوازي دشفافو پلټنو غوښتنه کوي نه دهغوي دخوشي كيدو اودافغانستان دقانون څخه دسرغړوني .
دهلمند دوالي وياند محمدداود احمدي ددوشنبي په ورځ وويل چي ديکنشبي په ورځ ناوخته دايټالياه سفير په لښکرګاه کي دهلمند له والي سره وليدل او دهغو ايټالويانو په سريي خبري وکړي چي دبيړنيو مرستو په روغتون کي يي دنده تر سره کوله چي امنتي کسانو له چادويدونکو توکو اووسلو سره په روغتون کي يوځاى نيولي وه چي ويل کيدل موخه يي دهلمند ودالي وژنه وه.
داحمدي په وينا چي دغه چارواکي دهلمندوالي ته ډاډ ورکړ چي دڅو اشخاصو په سر به ددواړو هيوادونو تر منځ اړيکي خرابي نشي او خپلو مرستو ته به په افغانستان كي دوام ورکړي داحمدي په وينا چي دسفير دراتلو موخه هم همدا وه چي ديادي موضع څخه يوازي له نږدي ليدنه او ځان خبر کړي .
احمدي وايي چي سفير له والي څخه غوښتنه وکړه هغه پلټني او تحقيقات چي دنيول شوي کسانو څخه کيږي شفافي او بي پري دي وي .
داحمدي په وينا چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دغه چارواکي ته وويل چي دوي داسنادو اوشواهد سره سم دغه کسان نيولى دي او دقانون منګلو ته يي سپارلي دي .
والي سفير ته ډاډ ورکړ چې تحقيقات به شفاف وي او زياته يي کړه چي موږ ددغي پيښي پړه پرټولو ايټالويانو نه وراچوو.
والي دايټاليا دهيواد هغه مرستي چي له افغانستان سره يي کړي دي او په ځانګړي ډول دروغتيا په برخه کي كړي ستاينه وکړه.
دايټالياسفيرکه څه هم ويلي دي چي دوي دافغانستان قانون ته درناوى لري خو په لښکرګاه کي ډيرى ځايي اوسيدونکي په دي نظرد ي چي دغه کسان به بيله کومي سزا ورکولو څخه خوشي شي ځکه چي دري کاله وړاندي هم ددي روغتون افغاني مشر په داسي يوه لانجي بندي شوي وو خو دايټالويانو په مرسته له زندان څخه خوشي او اوس مهال په المان هيواد كي ژوند كوي. .

سروري هلمندلښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر