۱۳۸۹ فروردین ۲۳, دوشنبه

په هلمندكي دامريكادسمندري ځواكونودقوماندان جنرال لاري نيكولسن يوكلن ماموريت پاي ته ورسيد اوپه ځاي يي نوي قوماندان وټاكل سو.

په هلمندكي دامريكادسمندري ځواكونودقوماندان جنرال لاري نيكولسن يوكلن ماموريت پاي ته ورسيد اوپه ځاي يي نوي قوماندان وټاكل سو.
هغه مراسيم چي ددوشنبي په ورځ دهلمندولايت دښوراب په پوځي هډه كي په همدي موخه نيول سوي وه پكښي دهلمندوالي دولايتي شورريس اونورودولتي مسولينوهم برخه واخيسته .

په هلمندكي مرين ياسمندري امريكايي ځواكونوچي دكومي مودي راپه ديخواپه دنده پيل كړي ډيري سيمي ددولت دمخالفينودشتون څخه پاكي سوي اوپكښي دولتي اداره ځاي پرځاي سويده .
ددوشنبي په ورځ ديولړمراسيموپرمهال ديادي لواقوماندان جنرال نيكولسن دماموريت موده پاي ته ورسيده اوپه ځاي نوي قوماندان تورن جنرال ميلزپه دنده پيل وكړ.
هلمندوالي محمدګلاب منګل ،دولايتي شوراريس محمدانور،دامنيه قومانداني داوپراسيون ريس سمونمل محمدابراهيم ژونداونورودلتي مسولينودښوراب پوځي هډي ته د سمندري ځواكونودنوي قوماندان دټاكلوپه موخه سفروكړ.اوهلته يي په جوړسوومراسيموكي برخه واخيسته .
هلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوخبروپه لړكي وويل امريكايي مرين ځواكونونه يوواځي دافغان وسله وال پوځ سره دامنيت په ټينګښت كي هلي ځلي كړي بلكي خلكوته يي دپوهني ،روغتيا،كرهڼي ازياتونوروبرخوكي هم اسانتياوي برابري كړيدي .
دښاغلي منګل په خبره دڅه مودي راپه ديخواچي مرين ځواكونوپه كارپيل كړي دګرمسير،خانشين ،نوزاد،مارجه اوهغه ولسوالي چي په ځينوبرخوكي يي دوسله والومخالفينونفوذزياتووچاڼ سوي اوخلكوته دكاري زميني ترڅنګ ګڼي اسانتياوي رامنځته سويدي .
دده په وينامرين ځواكونودپوليسوملي اردواواوټولوامنيتي سرچينوسره په ګډه په پوره ميړانه خپل دنده پرمخ بيولي اوهلمندي اوسيدونكوته يي نه هيريدونكي خدمتونه ترسره كړيدي.
دسمندري ځواكونومخكني قوماندان جنرال لاري ډي نيكولسن دخپل ماموريت دپاي ته رسيدوپه مراسيموكي دهلمندولايت ددولتي اداري اوپه ځانګړي توګه دهلمندوالي محمدګلاب منګل څخه مننه وكړه چي له ده سره يي پوځي اونوروچاروكي مرسته اوهمكاري كړيده .
نوموړي وويل كه څه هم زمادماموريت موده پاي ته ورسيده خو مرين ځواكونه به دافغان دولت سره په همږغي خپل كارونه سرته رسوي اوددولت مخالفين به پري نږدي چي ددولت اوخلكوپه وړاندي په ورانكارواعمالولاس پوري كړي
دامريكايي سمندري ځواكونونوي ټاكل سوي قوماندان تورن جنرال ميلزوويل مخكني لواچي پكښي يوولس زره مرين سرتيروخپله دنده پرمخ وړله ددي لواپه تركيب كي به يي شميره نولس زره اوڅلورسوه سرتيروته ورسيږي چي دهلمنددامنيت په ټينګښت اوثبات كي به مثبت رول ولوبوي .
دجنرال ميلزپه خبره چي ددوي سرتيري به دهلمنددځايي اداري سره په هره برخه كي كومك كوي اوهغه سيمي چي اوسمهال هم پكښي ددولت مخالفين واك لري ونيسي اودقانون اوعدالت څخه به برخمن اداره رامنځته كړي .
دمراسيموپه وروستيوكي په هلمندكي دمتحده عربي اماراتودبحرين هيواد دسرتيروقوماندان هلمندوالي محمدګلاب منګل ته دهغه هيواددخلكوپه استازيتوب ځانګړي ډالۍ وركړه
چي هلمندوالي هم ورڅخه مننه قدرداني وكړه .اودمتحده عرب مرستي يي دهلمندلپاره بنسټيزي وبللي .
هلمندراديو-۱۳۸۹-۱-۲۴

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر