۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

والي.دګرمسیراوسیدونکوته به په اقتصادي برخه کې کارکوم .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۱۰—
هلمندوالي ګرمسیرولسوالۍ ته دخپل سفرپرمهال دخلکوسره په هره برخه کې دستونزودحل ژمنه وکړه .
والي میرزاخان رحیمي یوي پراخي غونډيته دویناپرمهال په یاده ولسوالۍ کې  ،دپوهني ،کرني ،بیارغاوني ،اوپه نوربرخوکې دپرتوستونزوپه حوارۍ کې دهرډول مرسته کولوټټرووه ،ولسوال ډاډورکړچې ګرمسیربه  دتل لپاره دیوه ډاډمن امنیت څخه برخمنه ساتي ،خوولایتي شوراوایې داچې اولس دامنیت په راویستلوکې مرسته کړې نواړینه ده چې دولت په هربرخه کې ددوی دستونزوپه په حل کې ورسره مرسته وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي دامنیتي لوړپوړواوسکتوري ریاستونودچاروکوسره یوځای ګرمسیروالسوالۍ ته دخپل سفرپرمهال دخلکوسره په هره برخه کې دستونزودحوارۍ ژمنه وکړه ،والي میرزاخان رحیمي وایې داچې اولس په خپله مرسته دلته یوډاډمن امنیت رامنځته کړی نودوی هم په بیلابیلوبرخوکې ورسره دهرډول همکارۍ ډاډورکوي ،والي دولسوالۍ اداره دخلکوسره دښه چلندله مله هم وستایله .

هلمندوالي وایې داچې دخلکوپه مرسته دامهال ګرمسیرولسوالۍ په ټول هلمندکې دیوه ډاډمن امنیت څخه برخمنه ده نودوی هم خپل ټول پام دخلکواقتصادي ستونزوته اړولی دی ،په ورته وخت کې دګرمسیرولسوال ایوب عمرعمري وایې دوی دخلکوپه مرسته دوسله والوطالبانوهرډول پلانونه له ماتي سره مخ کړي اونه یې دي پرایښي چې خلکوته په امنیتي اواقتصادي برخوکې ستونزي جوړي کړي ،خودولایتي شوراغړی بریالی نظري بیا دګرمسیراوسیدونکې دپوهني ،روغتیا،سړکونو،اودبیارغاوني په برخه کې دستونزویادونه کوي .

ولسوال دهلمندوالي څخه غوښتنه وکړه  داچې ګرمسیردګاونډي هیوادپاکستان سره پرګډه پوله پرته ولسوالۍ ده نواړینه ده چې په سیاسي برخه کې ورته پوره پام وسي ،ګرمسیردلښکرګاه ښارجنوب ته په ۶۵ کلیومترۍ کې پرته کرنیزه ولسوالۍ ده چې شاه اوخوا ۲۲ زره کلیومتره مربع مصاحت لري دیادولوده چې په ټولوسیموکې یې امنیت په بشپړه توګه دډاډوړدی .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر