۱۳۹۴ آبان ۳, یکشنبه

دباباجې دسیمي څخه راکډه سوي کورنۍ وایې دولت ورسره هیڅ مرسته نه ده کړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۲۵—
دباباجې دسیمي څخه راکډه سوي کورنۍ وایې دولت ورسره هیڅ مرسته نه ده کړي .
ددغه کورنیوغړودیوي غونډي پرمهال پرولایتي چارواکوله دي کبله تورپورکړچې نه یوازي چې ددوی سره یې مرسته نه ده کړې بلکې په لوی لاس یې جګړه دوامداره کړې ده ،دغه اوسیدونکې وایې داچې دولت دوسله والومخه ونه نیول نوځکه جګړه به ښارته نږدي سوه ،په ورته وخت کې دنیمروزپخوانی والي امیرمحمداخندزاده بیاپه هلمندکې سخته روانه جګړه دمرکزي دولت دنه پاملرني له امله یادوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
داچې دلښکرګاه ښاردباباجې په سیمه کې له تیرواتوورځوراهیسې سختي نښتي دوام لري نودیادي سیمي شاه اوخوا اوسه کورنۍ کورنۍ بیلابیلوخوندي سیموته کډه سوي دي چې دامهال یې ژوندله ګڼوستونزوسره مخ دی ،په همدي موخه په لښکرګاه ښارکې دیوي غونډي پرمهال دښاراو دباباجې دسیمویوشمیرقومي مشرانوپرولایتي چارواکوله دي کبله نیوکه وکړه چې تراوسه یې دراکډه سوکورنیوسره هیڅ مرسته نه ده کړي چې له امله یې یادي کورنۍ په سختوحالاتوکې ژوندکوي .

دوی له دي کبله پرولایتي چارواکونیوکه کوي چې دجګړه مخه یې ونه نیول اوجګړه یې په لوی لاس ښارته نږدي کړه چې ترډيره یې دعاموخلکوژوندله کړاونوسره مخ کړ،خودهملنددوالي ویاندعمرځواک وایې یوکمیسیون ته دنده سپارل سوې ترڅوراکډه سوې کورنۍ معلومي اوډیرژربه ورسره مرسته وسي ،په ورته وخت کې دنیمروزپخواني والي امیرمحمداخندزاده بیامرکزي دولت په دې تورن کړچې ګواکې دهلمندسره دموراومیرې چلندکوي دنوموړي په خبره داچې په هلمندکې له کلونوراهیسې درنې جګړي دوام لري خومرکزي دولت یې په مخنیوي کې هیڅ ونه کړه چې له امله یې دغه جګړه اوس ښارته هم پرنږدي کیدوده .

اخندزاده ګواښ وکړکه مرکزي دولت اویاهم ولایتي چارواکې په باباجې کې دروانې غمیزي مخه ونه نیسې اوداجګړه ښارته ورسیږي دده په خبره لوی ناورین به هم رامنځته کړي .دیادولوده چې له تیرواتوورځوراهسیې دښارپه څلرمه امنیتي حوزه کې درنه جګړه روانه ده چې دواړولوري یوبل ته ددرنې مرګ ژوبلي داړولوادعاوي هم کوي خولاهم دغه جګړه خوراتونده پرمخ ځي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر