۱۳۹۴ مهر ۲۵, شنبه

مدني فعالین:مرکزي دولت تل دهلمندپه اړه په پوټوسترګوقضاوت کوي .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۱۷—
دهلمندمدني فعالین وایې مرکزي دولت تل دهلمندپه اړه په پوټوسترګوقضاوت کوي .
مدني فعالینووروسته له هغه دمرکزي دولت پرمقرریوکلکه نیوکه وکړه کله چې دوه ورځي وړاندي پاسوال عصمت الله ددولت زی په هلمندکې دپولیسو۵۰۵ زون دقوماندان په توګه وټاکل سو.
دوی مرکزي دولت بایددهرولایت داوسیدونکواودحالاتوسره سم په ولایتوکې وړا مسلکي کسان په دنده وګمارې نه هغه کسان چې تکراري وي اویاهم دخپلودندوپرمهال یې هیڅ لاسته راوړنه نه ده درلودلي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې یوشمیردمدني ټولوبنسټونوپه یوه خبري ناسته کې دمرکزي دولت هغه پریکړه په کلکه ردکړه چې دوه ورځي وړاندي یې پاسوال عصمت الله دولت زی په هلمندکې  دپولیسود۵۰۵ زون قوماندان وټاکه،دغه مدني فعالین وایې دولت زی څوکلونه وړاندي په هلمندکې دپولیسود۷۰۷ زون قوماندان ونه داچې دپولیسوپه لیکوکې یې اصلاحات رانه ویسته بلکې په امنیتي برخه کې یې هم هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده اواوس هم هیڅ تمه تري نلري .

هغه داولسمشرڅخه کلکه غوښتنه کوي چې ددولت زي پرټاکل کیدودي یوواربیادسره کتنه وکړي اوهلمندته دیوبل مسول کس دورتلوغوښتنه کوي ،بل پلویوشمیرمدني فعالین وایې په هلمندکې دتیري یوي لسیزي جنګ جګړولوی لامل همدادی چې مرکزي دولت تل دې ولایت ته غیري مسلکې اوپه امنیتي برخه کې کمزوري کسان لیږلي دي چې ناامنیودوام وکړ.


دغه مدني فعالین وایې داچې هلمندیوپراخ اودګاونډي هیوادپاکستان سره ګډه پوله لري نودمرکزي دولت دغه ډول ټاکنې به داولایت په لوی لاس دوسله والوپه ولکه کې ورکړي ،هڅه مووکړه چې دمدني فعالینودڅرګندونوپه اړه دپاسوال عصمت الله دولت زي نطرهم ولروخودهغه سره په اړیکه ټنګه ولوبریالي نسو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر