۱۳۹۴ آبان ۵, سه‌شنبه

ولایتي شوارګواښ وکړکه مرکزي دولت داسي بي تفاوته وي دښارمرکزي سیمي به هم دوسله والولاسته ولویږي .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۲۷—
دهلمندولایتي شورادلښکرګاه ښارڅلرمه حوزه طالبانولاسته ولویده اودامهال جګړه دښارڅنډوته تربل هروخت نږدي سوه .
دولایتي شورادامنیتي کومېټي مشربشیراحمدشاکروایې دمرکزي دولت بیغوري اونه پاملرنه اوهمدارنګه په هلمندکې دنظامي ځواکونودنه همږغي له وجې جګړه ورځ تربلي مرکزي سیموته نږدي کیدونکې ده ،خوامنیه قوماندان دجګړې دکرښي نه دټلیفون پرکرښه ډاډورکوي چې دڅولاروڅخه یې دوسله والوپروړاندي عملیات پلان کړي چې ډيرژره سیمه امن کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایتي شوراوایې تیره شپه وسلوالودباباجې سیمه ټوله نیولي ده اووس مهال تربل هروخت جګړه دښارمرکزته نږدي سوې ده .دولایتي شورادامنیتي کومېټي مشربشیراحمدشاکرپرولسمشراواجراییه ریس ږغ وکړکه نورهم داسي بي تفاوته پاته سي مرکزلښکرګاه به هم دڅلرمي امنیتي حوزي پشان دوسله والولاسته ولویږي ،هغه ګواښ وکړکه ډیرژردلښکرګاه امنیت ته پام ونسي ښاربه له ولکې ووځي .

نوموړی وایې نه یوازي دلښکرګاه ښاردباباجې په سیمه کې بلکې په ډیری نوروسیموکې هم وسله والوطالبانوخپلوبریدونوته زورورکړی دی چې دجګړې قومانده یې هم ویشلي ده چې له امله یې وسله والوډیری سیمي ترخپلي ولکې لاندي راویستې .

بل پلودهلمندوالي میرزاخان رحیمي تیره ورځ دشمشادتلویزیون سره په خبروکې وویل دفرا،کندهار،اوروزګان ولایتونوڅخه هم په ډيرشمیروسله وال راغلي خودوی له ماتي سره مخ کړي دي.

ولي په ورته وخت کې دهلمندامنیه قوماندان بیادباباجې دسیمې څخه دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل تیره شپه یوازي یوې پوستي خپله سیمه پرایښې اودامهال دوی دڅلورولاروڅخه دوسله والوپرضدعملیات پیل کړي دي .


دیادولوده چې دلښکرګاه پرڅلرمي امنیتي حوزي دوسله والوددرنونښتولسمه ورځ ده خوولایتي شوراوایې چې دامهال یاده حوزه ټوله دوسله والولاسته ولویده ،طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر