۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

دګرمسیرقومي مشران وایې دوسله والوطالبانومقابلي ته چمتوالی لرو.

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۲۵—
دګرمسیرقومي مشران وایې ترورستۍ به له خپلي ولسوالۍ څخه په هرډول حالاتوساتنه کوي .
دوی دیادي ولسوالۍ دلکي په سیمه کې دیوي غونډي پرمهال ژمنه وکړه چې چاته به اجازه ورنکړي چې په ګرمسیرولسوالۍ کې ناامنیوته لمنه وهي ،داچې په هلمندکې ناامنیویوځل بیازوراخیتسی دی نوګرمسیرولسوالۍ اوسیدونکودخپلي ولسوالۍ دساتلوپه موخه دیومومیټي کیدوڅخه خبرورکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
داچې دهملند دمرکزلښکرګاه ښارپه باباجې سیمه کې له یوي اونۍ راهیسې دوسله والواودولت ترمنځ درنه جګړه روانه ده خودګرمسیرولسوالۍ قومي مشرمخورووایې دوی به په هرډول حالاتوکې دخپلي ولسوالۍ څخه کلکه دفاع کوي ،دغه مشران وایې که اړتیاپیداسي دوی به دخپلوامنیتي ځواکونوسره اوږه پراوږه دوسله والوپرضدوجنګیږي .

په ورته وخت کې دګرمسیرولسوال ایوب عمر عمري وایې وړاندي تردي یې هم داولس په مرسته دوسله والوډیری پلانونه له ماتي سره مخ کړي دي هغه ډاډورکوي که وسله وال طالبان ددي ولسوالۍ دناامنه کیدوخیال ولري دوی به یې له سختي ماتي سره مخ کړي .

بل پلود۱۲۵ میوندقول رادودشږم کنډک قوماندان وایې دوسله والوطالبانودپلانونودشنډولوپه موخه یې نه یوازي چې نوي سرتیري ځای پرځای کړي بلکې درنې وسلي یې هم راوړي دي ،قوماندان وایې دافغان پوځ پروړاندي جنګیدونکې وسله واله ډله طالبان نه بلکې پاکستان ددغه نوم نه په استفاده خپله جګړه پرمخ وړي .

هغه وایې که څه هم ځیني کړۍ غواړي دلته هم ناامنۍ رامنځته کړي خونوموړی زیاته وي دوی به چاته اجازه ورنکړي چې داولسوالۍ یوواربیاناامنه کړي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر