۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

قومي مخوروځوانانواومدني فعالینودوسله والوڅخه دلښکرګاه دساتلوژمنه وکړه .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۲۶—
دهلمندیوشمیرقومي مخوروځوانانواومدني فعالینودوسله والوڅخه دلښکرګاه دساتلوژمنه وکړه .
دوی دوشنبي په ورځ په یوه غونډه کې پریکړه وکړه چې هرهغه څوک چې لښکرګاه ښآرته ناامنې راوړي پروړاندي به یې په کلکه دریږي اودخپلوښاریانوڅخه به ترمرګه ساتنه کوي .
هلمندوالي وایې په هلمندکې یومنظمه اوپلان سوې جګړه روانه ده ،هغه وایې که هلمند دوسله والولاسته ولویږي جنوبي ولایتونه به ټول ناامنه سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندیوشمیرقومي مخوروځوانانواومدني فعالینودیوي غونډي پرمهال نه یوازي دخپلونظامي ځواکونوسره خپل هرډول ملاتړاعلان کړبلکې یې ټنګه ژمنه وکړه چې په هرډول حالاتوکې به لښکرګاه ښاریان ساتي اودوی ددفاع په خاطرکه اړتیاپیداسي خپله به هم وسله واخلي .

دغه قومي مشرانوکه څه هم ده چانوم په ښکاره ډول یادنکړخوزیاته وي چې ځیني کړۍ غواړي دښارپه ناامنه کیدوکې خپلي ګټي خوندي کړي ،خودوی په ټنګارسره وویل چې چاته به اجازه ورنکړي چې دښاریانوژوندله ګواښونوسره مخ کړي ،په ورته وخت کې دهلمندوالي بیاپه هلمندکې روانه جګړه یوه منظمه اوپلان سوې یادوي ،دوالي په خبره داچې هلمنددافغاستان ددروازي حیثیت لري نوکه هلمنددوسله والوپه ولکه کې ورسي ټول جنوبي افغانستان به له لویوامنیتي ګواښونوسره مخ سي .

والي وایې قومي مخورو،ځوانانواوان ډیری ښځوهم دلښکرګاه ښاردساتلوپه موخه ورته ډاډورکړی دی چې دوی به دخپلوسرونوپه بدله دخپلوامنیتي ځواکونوسره یوځای دلښکرګاه ښاره نه دفاع کوي ،که څه هم په هلمندکې له کلونوراهیسې سختي اودرنې جګړې دوام لري خودښاریانوسره وروسته له هغه ادیښنې ډیري سوې کله چې وسله والوطالبانودلښکرګاه ښاردباباجې دڅلرمي امنیتي حوزې ډیری سیمي ترخپلي ولکې لاندي راویستې خواوس هم په دغه سیموکې درنې جګړې دوام لري .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر