۱۳۹۴ مهر ۲۱, سه‌شنبه

اتل :په دولت کې ځینوکړیوپرلښکرګاه ښاردطالبانودبریدواوازې خپري کړي دي .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۱۳—
دهلمنددولایتي شوراریس وایې په دولت کې ځینوکړیوپرلښکرګاه ښاردطالبانودبریدواوازې خپري کړي دي .
محمدکریم اتل په یوه خبري ناسته کې وویل طالبانوپه هلمندکې سخته ماته خوړلي اونسي کولی چې لښکرګا ښاراویاهم کومه ولسوالۍ ترخپلي ولکې لاندي راولي ،په ورته وخت کې دهلمندوالي بیا پرلښګرګاه دطالبانوبرید یوازي دتبلیغاتي جګړه بولي اودلښکرګاه ښاراوسیدونکوته ډاډورکوي چې خپلي چاري دي په عادي ډول پرمخ یوسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند شمالي ولسوالۍ  که څه هم ددرنوجګړوشاهدي وې خودکندوزترسقوط وروسته په دي ورستیوکې دعاموخلکوپه منځ کې داسي ګنګوسي خپریږي چې وسله والوطالبانوپرلښکرګاه ښاردپراخ بریدلپاره چمتوالی نیولی دی ،خودهلمنددولایتي شوراریس توري پوري کوي چې په دولت کې ځینې کړي اوپه فسادکې شکیل کسان دخپلوشخصي ګټودخوندیتوب په موخه دغه ډول اوازي خپره وي ،محمدکریم اتل وایې په هلمندکې میشت امنیتي ځواکونه داوړتیالري چې دوسله والوهرډول پلانونه له ماتي سره مخ کړي .

هغه وایې که کشفي ارګانونه وغواړي دی له ځانه سره داسي اسنادلري چې لمخي یې هغه کسان چې پرښاردبریدلپاره اوازي اچوي اویاهم په فسادکې شکیل وي وښه یې ،په ورته وخت کې دهلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې داچې وسله وال طالبان یې له پښوغورځولي دي نونسي کولای چې په لویه کچه پرمرکزاویاهم پرکومه ولسوالۍ بریدوکړي ،هغه پرښاردطالبانوبریدیوازي تبلیغاتي اورواني جګړه یاده وي

والي وایې دیوي داسي شوراپه جوړیدویې کارپیل کړی چې لمخي به یې دقومونومخور،جهادي مشرا ن روڼداندي ،مدني فعالین ،اوځونان به پکي برخه ولري ترڅوددي ولایت په امنیتي اوپرمختیایې برخه کې ګډکاروکړي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر