۱۳۹۴ مهر ۱۴, سه‌شنبه

ددولتي مځکوغاصبین ددولت څخه دهویت دتذکرواودمځکولپاره داوبوغوښتنه کوي .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۶—
ددولتي مځکوغاصبین ددولت څخه دهویت دتذکرواودمځکولپاره داوبوغوښتنه کوي .
دتریخ ناوردسیمي اوسیدونکې چې دولایت دمقام مخي ته داحتجاج په ډول راټول سوي وه غوښتنه درلوده چې دولت ورسره په دغه برخه کې مرسته وکړي ،وړاندي تردي دتریخ ناورسیمه دوسله والوطالبانوترټولولوی پټنځای ووچې اوس مهال ددولتي حاکمیت لاندي دی .خودلته ټولي مځکي دیادوکورنیوله لوري غصب سوي دي ،هلمندوالي وایې ترپوره څیړنووروسته به دسیمي داوسیدونکودغو ستونزوته یوه دایمي حل لاره ولټوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
لښکرګاه ښارته په څوکلیومترې که پرته دتریخ ناورسیمه نه یوازي لښکرګاه ښارته بلکې ددي ولایت ناوي ،نادعلي ،اومارجې ولسوالیولپاره هم یوه ترټولوناامنه سیمه وه چې له تیرود۱۳ کلونوراهیسي دوسله والوطالبانوترولکي لاندي وه خوڅه موده وړاندي تردولتي حاکمیت لاندي راغله ،داسیمه چې په بشپړه توګه غصب سوي خواوس مهال دیاي سیمي اوسیدونکې ددولت څخه دهویت دتذکرو،اودمځکودخړوبه ولولپاره داوبوغوښتنه کوي .

دوی وایې که څه هم له یوي لیسزي راهیسې ددواړولوروپه جګړوکې بندپاته سوي په وار واریې غوښتني کړي خوبیاهم پاملرنه نه ده ورته سوې ،په ورته وخت کې دهلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې ددوی دمعلوماتولمخي دغه سیمه ټولي دولتي مځکي دي خویادوکسانوپه زوره لاندي کړي دي ،هغه وایې دیادوکورنیوده دتذکرواواودمځکولپاره داوبوستونزه به په پوره غورسره دیوه هیت په مټ وڅیړي اویوه دایمي دحل لاربه ورته ولټوي .


والي میرزاخان رحیمي ټنګارکوي چې په دې ولایت کې به دټولوغصب سومځکودبیاراګرځیدولپاره تروروستۍ خپلوهڅوته دوام ورکوي ترڅوټولي دولتي شمتنۍ ددولت ترواک لاندي راسي ،دیادولوده چې څوورځي وړاندي دناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان نه یوازي دیادوکورنیودراتګ سره سم دناامنیوډيریدوڅخه خبرورکړبلکې همداکورنۍ یې دوسله والوطالبانوسره په مالي مرسته کولوهم تورنې کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر