۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

قوماندانه فیروزه :دمارجې ولسوالۍ دسیستانې سیمه په بشپړه توګه دوسله والولاسته لویدلي ده .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۲۶—
دهلمنددمارجې ولسوالۍ دسیستانې سیمه په بشپړه توګه دوسله والولاسته لویدلي ده .
په مارجې ولسوالۍ کې دسیمه ییزوپولیسوقوماندانه فیرزوه وایې داچې پرخپل وخت ورته مرسته ونه رسیدل نووسله والوطالبانونه یوازي دهغې کوراوټول وسایط وسوځول بلکې یې دیوه زوی په ګډون څلورنورساتونکې هم ورووژل ،په مارجې ولسوالۍ کې سیمه ییزوپولیسوقوماندان حاجې سلام هم دامنې چې سیستانی ټول دوسله والوپه ولکه کې دی .
خوامنیه قوماندان دانه منې چې سیستانی دي ګواکې په بشپړه توګه دوسله والوپه ولکه کې وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دلښکرګاه ښاردباباجې په سیمه کې دوسله والوطالبانواودولت ترمنځ سختي نښتي دوام لري چې وسله والوداځل دمارجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې هم پرامنیتي پوستوسخت بریدونه وکړه دسیستاني په سیمه کې دسیمه ییزوپرولیسوقوماندانه فیروزه وایې وسله والوطالبانویې پرکوراوامنیتي بوستوبریدونه وکړه ،هغه وایې داچې کومک پرخپل وخت ورته ونه رسیدی نه یوازي وسله والوطالبانوترې پوستي ونیولي بلکې دهغې کوراوټول وسایط یې هم ورته وسځول .

په ورته وخت کې دمارجې ولسوالۍ دسیمه ییزوپولیسوقوماندان حاجې سلام هم دامنې چې سیمه په بشپړه توګه دوسله والوپه ولکه کې ده ،هغه وایې په سیمه کې دملي اردوځواکونه جګړه نه کوي چې له امله یې په لوی لاس پوستي دوسله والوپه ولکه کې ولویدې .

په هلمندکې د۱۲۵ میوندقول اردوومطبوعاتي مسول ډګرمن محمدرسول ځاځی وایې ددوی یوه پوسته تیره شه شاتګ ته اړه سوې ده خوزیاته وي سهاریې بیرته دوسله والوڅخه هغه سیمه نیولي ده ،دهملندامنیه قوماندان هم ټلیفون پرکرښه دسیمي څخه شمشادتلویزیون ته دسیستاني دنیول کیدوخبره رده کړه هغه وایې اوس هم دده په مشرۍ هلته عملیات روان دي ،وسله والوطالبانوبیاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلې .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر