۱۳۹۴ مهر ۱۳, دوشنبه

دهلمندترڅنګ په ټول هیوادکې دپولیو۱۲ مثبتي پیښي ثبت سوي دي .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۵—
دګوزڼ دخطرناکه ویروس پروړاندي دپیچکارۍ له لاري دمخنیوي لړۍ هلمندته هم ورسیده .
دعامي روغتیادریاست چارواکې وایې دالړۍ یې په ټول ولایت کې د۱۲۰ هغه کارکوونکوپه مټ راپیل کړه چې لاله وړاندي په دغه برخه کې روزل سوي وه ،چارواکې که څه هم دکورنیوڅخه ماشومانوته دواکسین کولوغوښتنه کوي خودخپلوکارونوپروړاندي لوی خنډ ناامنې یاده وي چې ډیری سیموته خپل خدمات نسي رسولی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په ټول هیواداوپه ځانګړي توګه په هلمندکې دنوروبیلابیلوستونزوترڅنګ یوه هم دپولیویاګوزڼ ناروغي ده چې دنړیوال روغتیایې سازمان پام یې هم ځانته اړولی دی  ،دهلمنددعامي روغتیاریس وایې داځل یې په خپلوټولوروغتونونکې دپولیودڅاڅوکوترڅڼګ ماشومانوته دپولیوضدپیچکارۍ هم ورکړي  ترڅودغه ددغه خطرناکه ویروس مخه ونیول سي ،هغه په دغه برخه کې ترهرڅه دکورنیومرسته اړینه بولي .

په ورخت کې دکتلوي معافیت امروایې دوی لاله وړاندي دپیچکارۍ کولوپه برخه کې ۱۲۰ تنه روزلي ترڅودپولیودڅاڅکوترڅنګ ماشومانوته پیچکارۍ هم وکړي ،ډاکټرعبدلاحدحازم وایې په دې ولایت کې ددوی پروړاندي لویه ننګونه روان جنګ دی چې ترډيره دوی لري پرتوسیموته خپل خدمات نسي رسولای.

نوموړی وایې دوی به دپولیودنوي واکسین په کولوسره ترډیره دهغه ګواښونومخه ونیسي چې ددي ولایت ماشومان ورسره مخ دي ،یاده دي وي چې دامهال په ټول هیوادکې دپولیو۱۲ مثبتي پیښي ثبت سوي دي چې ۵ په ننګرهار،۴ په فرا،۱ په هرات ،۱ په نیمروز،اویوه هم دهلمندپه خانشین ولسوالۍ کې ثبت سوې ده چې دمخنیوي لپاره یې دنړیوال روغتیایې سازمانونوترڅنګ دعامي روغتیاوزارت هم کلکي میټي رانغښتي دي.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر