۱۳۹۳ آذر ۴, سه‌شنبه

نیازۍ : دتیرکال په پرتله دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي کچه لوړه سوې ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۱—۲۵—
په هلمندکې دتیرکال په پرتله دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي کچه لوړه سوې ده .

ددې ولایت دښځودریاست چارواکې وایې دشته ټولواړونده ادارودهڅوسره سره بیاهم دښځوپروړاندي دتاوتریخوالې کچه لوړه ده .

دوی وایې دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي دزیاتیدولاملونه .امنیتي ستونزي ،دسوادنشتون،ناسم اقتصاد،اودچارواکونه پاملرنې له امله دپام وړزیات سوی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دښځوچارورئیسه جمیله نیازۍ وایې دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي کچه دتیرکال په پرتله زیاته سوي ده چې دوران کال په اوږدوکې تراوسه له دوی سره دتاوتريخوالي ۴۵ پيښې ثبت سوې دي .

نوموړې زیاته وي چې نوربسټونه هم سته چې دښځودتاتریخوالي پیښي ورسره ثبت سوي دي, ددی په خبره دولایتي چارواکونه پاملرنه ،

 اوددي ترڅنګ په یاده برخه کې دشته نوروبنسټونوناسم کارکول ددې لامل سوچې په دې ولایت کې دښځوپروړاندي دتاوریخوالي پیښي زیاتي سي .

هغه وایې که څه هم په دغه برخه کې ډیرکارسوی دی خوبیاهم دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي پیښي ورځ تربلې دډیریدوپه حال کې چې دوی هم یه سخت اندیښمن کړي دي .

خوپرهمدي مهال یوشمیرښځینه فعالیني وایې دولایتي چارواکونه پاملرنه ، ناوړه دودونه، بیسوادي اولوړولوراخیستل پرښځودتاوتریخوالي دزیاتیدولوی لاملونه بولي .

دوی وایې که دښځودعامه پوهاوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته سي نوتریوه بریده به پرتوستونزوته حلاره هم ولټول سي .

په هلمندکې یوازي ناامنې  نه ده چې اوسیدونکې یه تري رنځ وړي دلته اداري فساد،دمځکوپراخ غصب،دنشه یې توکوکرکله اوقاچاق هغه سترخنډونه دي چې دنارينه وترڅنګ ښځې هم ورنه کړيږي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر