۱۳۹۳ آبان ۲۹, پنجشنبه

هلمندکې داقتصادي ستونزو،له امله دماشومانوحقونه په بشپړه توګه ترپښولاندي دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۱—۲۰—
په هلمندکې دچارواکودنه پاملرنې ،اواقتصادي ستونزو،له امله دماشومانوحقونه په بشپړه توګه ترپښولاندي دي .

دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ولایتي چارواکي وایې ډیرماشومان دکورنیواړتیاوي پوره کوي چې له امله یې دهغیوحقونه هم ترپښولاندي کیږي .

خوپرهمدي مهال یوشمیرماشومان وایې دبیوزلۍ ،له امله یې درونوکارونوته وږه ورکړي ترڅودخپلې کورنۍ اړیتاوي پوره کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددبشري حقونودخپلواک کمبسیون دولایتي دفترمشرمحمدبلال صدیقي دپنج شنبي په ورځ دماشومانودنړیوالې ورځ دلمانځنې پرمهال وویل

 په دې ولایت کې ډيری ماشومان له ګنوستونزوسره مخ دي چې نه یوازي دزدکړوڅخه بې برخي دي بلکې درانه کارونه هم کوي چې دکورنیواړتیاوي پري پوره کړي .
هغه وایې په جګړوکې هم دماشومانوژوندته خاصه پاملرنه نه کیږي چې له تیروشپږومیاشتوراهیسې  ۴۵ ماشومانووژل سوی.

نوموړی وایې دکورنیونه پاملرنه ،بیسوادي هغه لاملونه دي چې ماشومان دخپلوحقونوڅخه بي برخي پاته دی .

بلخوایوشمیرماشومان وايې داچې دجګړوله امله یې پلرونه دلاسه ورکړي دي نواړدي چې داقتصادي ستونزودحل کولوپه موخه درنوکارونوته مخه کړي .

دوی زیاته وي یوشمیرماشومان دکورنیودمشرانوله لورې اړیستل کیږي چې دپیسودلاسته راوړلولپاره ښوونځۍ هم پریږدي .


هلمند دهیوادپه جنوب کې یوله ډیرناامنوولایتونودډلې دي چي په تیرو۱۳ کلونوکې ددرنوجګړومیدان هم پاته سوی دی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر