۱۳۹۳ آذر ۶, پنجشنبه

دګرشک اوسیدونکودوسله والوپرضدولسونه پاڅون کولوته راوبلل.


راپور—۲۰۱۴—۱۱—۲۸—
دهلمنددګرشک ولسوالۍ اوسیدونکودوسله والوپرضدولسونه پاڅون کولوته راوبلل.
دوی وایې که ولسونه نورهم دوسله والوطالبانودظلمونوپه اړه داسي چپه خوله پاته سي نودپکتیکادیحیي خیلودپیښي پشان به خپل اولادونه دلاسه ورکړي .
خوبلخواددې ولسوالۍ چارواکې بیاددوسله والوطالبانوسره دسولي په نوم روانه پروسه یوه ناکامه اوبیځایه ګام یاده وي ،اوغوښتنه کوي چې یاده پروسه دې لغوه اوپرځای دې کشفي اوامنیتي ځواکونه پیاوړې سي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددګرشک ولسوالۍ اوسیدونکودپکتیکادیحي خلیوپه ولسوالۍ کې هغه ځانمرګې بریدپه کلکه وغانده چې څوورځې وړاندي په یوه ورزشي میدان کې رامنځته اوپرمهال یې ترسلوزیاتوملکې کسانوته مرګ ژوبله واوښته .
دوی همدارازدهلمنداوسیدونکې دوسله والوطالبانوپرضدپاڅون کولوته راوبلل ترڅودیته ورته اودنوروهرډول ناامنیواوده ملکې کسانودمرګ ژوبلې دپیښودرامنځته کیدومخه نیول سوې وي .

دوی وایې په هیوادکې روانه ناامنې دنشه یې توکودمافیایې کړیوله لورې پرمخ ځي اوهمدارنګه دوسله والوطالبانوسره پراخې مرستې هم کوي ترڅودجنګ لړۍ دوامداره وي .
خوپرهمدي مهال دګرشک ولسوال محمدفهیم موسي زی اوامنیه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل بیاوایې موږله هغه کسانوسره سوله نه غواړي چې په هیوادکې ناامنې غواړي ،قومي مشران ،اوعام خلک وژنې ،دوی وایې داچې دسولي روانه پروسي ناکامه اوافغانانوته یې هیڅ ګته ونه رسول نودسولي روانه پروسه دي لغوه اوپرځای دې امنیتي اوکشفي ارګانونه پیاوړي کړل سي.

دوی دافغان دینې عالمانونه هم ګیله وه چې دهرډوحالاتواوظلمونوپروړاندي هم پټه خوله دې په داسي حال کې چې دغرب په لاس روزل سوي پاکستاني ملایان په افغانستان کې دجهاد فتوا ورکوي.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر