۱۳۹۳ آذر ۲, یکشنبه

همت:دقاچاق دمخنیوي لپاره دیوي ګډي قرارګاه دجوړیدوڅخه خبرورکړ.

راپور—۲۰۱۴—۱۱—۲۳—
دهلمندامنیه قوماندان دنشه توکودقاچاق دمخنیوي لپاره دیوي ګډي قرارګاه دجوړیدوڅخه خبرورکړ.
چارواکې وایې یاده قرارګاه یې دګرمسیرپه سرحدي ولسوالۍ کې جوړه کړې ترڅودقاچاق وړونکواودهغیودمرسته کوونکومخه په کلکه ونیسي .
دوی زیاته وي یاده قرارګاه به خپل فعالیتونه ددې ولسوالۍ ترڅنګ نوروته ولسوالیوته هم وعځوي چې دغه چاره به دامنیت په راویستلوکې هم ګټوره تمامه سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وایې دشته امنیتي ځواکونوترمنځ یې یوه ګډه قرارګاه په سرحدي ولسوالۍ ګرمسیرکې جوړه کړې ترڅودقاچاق وړونکومخه په کلکه نیول سوي وي .
هغه وایې دیادوفعالیتونوپه نتیجه کې یه تیره ورځ په واشیرولسوالۍ کې  شل کلیوګرامه پاخه تاریاک پنځلس کلیوګرامه هیروین اوپنځه عرادي موترسیکله هم دقاچاق وړونکوڅخه په لاس راوړي دي .
نوموړی وایې نه یوازي به هغه کسان نیول کیږي چې عملاقاچاق لیږدوي بلکې به هغه دولتي کسان هم ونیول سي اودقانون منګلوته به وسپارل سي چې دیادوکسانوسره دقاچاق په لیږدولوکې مرسته کوي .

هغه وایې داچې دنشه یې توکوقاچاق وړونکې اووسله وال سره تړلې دي نواړینه ده چې په دغه برخه کې جدي مبارزه وسي ترڅوپرتي امنیتي ننګوني هم له مخي لري کړل سي .

دهلمندامنیتي چارواکې په داسي حال کې دنشه یې توکودقاچاق وړونکوپروړاندي دیوي ګډي قرارګاه دجوړیدوڅخه خبرورکوي چې اوس مهال دکوکنارودکروخت رارسیدلی اوویل کیږي په ټولودښتي سيموکې په پراخه کچه دکوکناروکردوام لري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر