۱۳۹۳ آبان ۱۹, دوشنبه

دبشري حقونوکمیسیون :دجګړې ددواړوخواودنه پاملرنې له امله دملکې کسانومرګژوبله دپام وړډیره سوې ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۱—۱۰—
په هلمندکې دجګړې ددواړوخواودنه پاملرنې له امله دملکې کسانومرګژوبله دپام وړډیره سوې ده .
په دې ولایت کې دبشرې حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې وایې دجګړې ددواړوخوادنه پاملرنې له امله دملکې کسانودمرګ ژوبلې ډیریدودوی هم سخت اندیښمن کړي دي چې په تیروشپږومیاشتوکې سلګونه ملکې وګړوته مرګ ژوبله واښتې ده .
ځایې چارواکې هم دملکې وګړودمرګ ژوبلې دکچې لوړیدل منې ولي زیاته وي ترډیره بریده یې پړه پروسله والوطالبانووراړه وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون مشرمحمدبلال صدیقي وایې له تیروشپږومیاشتوراهیسې دجګړو،دماینونودچاودنو،اوځانمرګوبریدونوله امله ۶۶۳ ملکې کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده ۴۵۹ تنه یې ټپیان ،او۲۰۴ تنه یې وژل سوي دي .
نوموړی زیاته وي په ټپیانوکې ۳۷ ماشومان ،۹۹ښځینه اوپه وژل سوکې هم ۹ ماشومان او۳۳ یې هم ښځې دي .
هغه دملکې وګړودمرګ ژوبلې پړه ترډیره پروسله والوطالبانووراړه وي دده په خبره هغوی ډیری وختونه دملکې وګړوکورونه دسپرپه توګه کاره وې چې دملکې وګړودمرګ ژوبلې سبب ګرځي .
بلخوادهلمنددوالي ویاندعمرځواک هم دامنې چې له تیروشپږومیاشتوراهیسې ډیری مرګ ژوبله ملکې وګړوته اوښتې ده ځواک وایې تردې مهاله ۳۰۰ ملکې وګړي وژل سوي اوشاه اوخوا۸۰۰ نورټپیان سوي دي .

نوموړی هم دملکې مرګ ژوبلې پړه ترډيره پروسله والوطالبانووراچوې په خبره یې وسله وال طالبان داستوګنې دکورونوڅخه پرامنیتي کسانوډزي ، دلویولاروپرسردمځکنې ماینونوښخه ول یې لاملونه بولې .

که څه هم دملکې کسانوپروژل کیدوددې ولایت اوسیدونکوپه واروارخپل ږغ پورته کړی وو خوتراوسه هم په جنګ کې ښکیلوخواووخاصه پاملرنه نه ده کړي چې له امله یې ملکې مرګ ژوبله دپام وړډیره سوه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر