۱۳۹۳ آذر ۳, دوشنبه

دهلمندپه سرحدي سیموکې دنشه یې توکودقاچاق مخه تریوه بریده نیول سوې ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۱—۲۴—
دهلمندپه سرحدي سیموکې دنشه یې توکودقاچاق اوکرکیلې پروړاندي مبارزه چټکه سوې ده چې له امله یې تریوه بریده دقاچاق مخه هم نیول سوې ده .
دسرحدي پولیسوچارواکې وایې په سرحدي سیموکې دکوکنارودکرکیلې اوقاچاق پرضد دنووهڅودراپیل کیدوسره سم به نه یوازي دکوکنارودکرکیلې دمخنیوي هڅي کوي بلکې به دقاچاق وړونکوپروړاندي به هم جدي مبارزه کوي
دوی په سرحدي ولسوالۍ خانشین کې دقاچاق وړونکودنیول کیدوڅخه په داسي حال کې خبروکړچې دوه ورځې وړاندي دهلمندامنیه قوماندان دقاچاق وړونکوپرضددیوي نوې قرارګاه دجوړیدویادونه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند کې د۶۰۴ سرحدي زون دپولیسوقوماندان مل پاسوال سلطان محمودمحمود وایې دنوروامنیتي ځواکونوسره په ګډه دژمنۍ څپې دپیل سره سم یې دکوکنارودکرکیلې اوقاچاق پرضدنوي هڅي راپیل کړې دي چې له امله یې مبارزه ګړندۍ روانه ده .
هغه وایې دهغه کرونده ګرومخه به هم ونیسې چې غواړي په خپلومځکوکې دکوکناروکرکیله وکړي .

نوموړی وایې دوی پوره چتوالۍ نیولی ترڅوپه یادوبرخوکې له هیڅ رازننګونوسره مخ نسي .
خوپرهمدي مهال دیادزون دکشف امرسمونمل عبدالاحداحمدي وایې دنشه یې توکودقاچاق وړونکوسره دنوي مبارزپه لړکې یه دملي اردودځواکونوپه مرسته دخانشین ولسوالۍ دیک ریګې په سیمه کې ۱۴۰ کلیوګرامه پاخه تاریاک یوه عراده موټرددوتنوسره ونیول .

هغه وایې که څه هم په سرحدي سیموکې دقاچاق هڅي روانې دي خوزیاته وي دپخواپه پرتله یې دوی کچه راټیټه کړې ده .

داپه داسي حال کې ده چې دهلمندامنیه قوماندان دوه ورځي وړاندي دشمشادتلویزیون سره په خبروکې خانشين ته څیرمه په ګرمسير ولسوالۍ کې د نشه يي توکود قاچاق د مخنيوي لپاره دیوي نوې ګډي قرارګاه د جوړیدوڅخه خبرورکړ.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر