۱۳۹۳ آبان ۱۹, دوشنبه

دلښکرګاه په ښارکې دترور،اواختطاف دیوي ډلي مخه ونیول سول .

راپور—۲۰۱۴—۱۱—۱۱—
دلښکرګاه په ښارکې دتروراواختطاف دیوي ډلي مخه ونیول سول .
دامنیه قوماندانۍ چارواکې وایې دوی دلښکرګاه دښاردبشران په سیمه کې دخپلومعلوماتولمخې دترور،غلا، اواختطاف چیانوده ډلي څخه وسلي اوموټرنیولی ولي تورن کسان په تیښته بریالي سوي دي خوزیاته وي دنیول کیدوهڅي یه هم په چټکي سره پرمخ ځي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دتروریزم سره دمبارزي مسول څارمن کنداغاکندهاری وایې دغه ډله په ښارکې دانسان تښتونو ،غلا،اوترورکې لاس درلودچې دوی هم دخپلوپټومعلوماتولمخې دلښکرګاه دښاراوړونددبشران په سیمه کې پرهغه کورچاپه وروړه چیري چې دیادوکسانوپټنځای، ووهغه وایې په نتیجه کې یه اوه میله کلاشنکوف ، یوه عراده فلډرموټر،اویوه اندازه مرمي هم و نیول سوې خوزیاته وي په تړاویې څوک نه دي نیول سوي .

نوموړی وایې دکورخاوندچې دیادي ډلي سره لاس و اوپه خپل کورکې یه ځای هم ورکړی ووهغه هم په تیښته بریالی سوی دی خودنیول  کیدوهڅي یه روانې دي .
کنداغا وایې دتیرې یوي میاشتي راهیسې یه ملي امنیت ته ۲۱ جلده داختتاف دوسیي هم سپارلي دي

دهلمندپه شمالي ولسوالیوکې دامنیتي ننګوسره سم په ښارکې هم دترورپیښي ،غلا،اوچاودنې دپام وړډیري سوي خوله څه مودي راهیسې دامنیه قوماندانۍ دپراخوهڅوله امله دښارپه امنیت کې دپام وړښه والی راغلی دی چې یوه اونۍ مخکې هم په ښارکې یوموټربم دچاودنې وړاندي دپولیسولخواکشف اونیول سو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر