۱۳۹۳ آذر ۱, شنبه

دبګرام زندانه راخوشي سوي وسله وال په هلمندکې دجګړې مشري کوي .

راپور—۲۰۱۴—۱۱—۲۲-
دبګرام زندانه راخوشي سوي وسله وال په هلمندکې دجګړې مشري کوي .
ددي ولایت امنیتي چارواکې وایې دوی دخپلوعملیاتوپرمهال دوه ورځې وړاندي یوه څلورکسیزه ډله چې مشري یه دقریشي په نوم یوه قوماندان کوله او دوه ځله دبګرام له زندانه خوشي کړل سوی دی خودریم ځل بیاونیول سول.
چارواکې که څه هم دغه چاره دامنیت په راویستوکې لوی خنډبولي خوزیاته وي پولیسودوه نورقوماندانان هم نیولې اوددونونورودنیول کیدوهڅي هم دوام لري .
بلخوایوشمیراوسیدونکې وایې دولت دي هغه وسله وال طالبان نه خوشي کوي چې دپولیسواوعاموخلکوپه مرګ ژوبله کې تورن پیژندل سوي وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامینه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وایې دوه ورځي وړاندي پولیسوپه مارجې ولسوالۍ کې دځانګړوعملیاتوپرمهال څلوروسله وال طالبان نیولې اوهمدارنګه یې دوه نوردلښکرګاه اړونده سیمه کې هم نیولي دي خوددونورودنیول کیدوهڅي هم دوام لرې .
نوموړی وایې په هلمندکې دوسله والوطالبانودډلومشرۍ ترډیره دهغه کسانوپه غاړه وي چې دروان کال په اوږدوکې له بګرام زندانه راخوشي کړل سوي دي .

هغه وایې په هلمندکې روانه ناامنې هم ترډیره دهغه وسله والوڅخه ده چې څوځله دبګرام زندانه ارخوشي کړل سوي دي اواوس مهال په هلمندکې هم دوسله والوډلومشري کوي .
ددي ولایت اوسیدونکې که څه هم دروانې جګړي نه سخت ستړي دي خودولسمشرڅخه غوښتنه کوي چې په جرم اخته کسانوته دي سخته سزاورکړي ترڅوپه هلمندکې روانه ناامنې هم پایته رسیدلې وي .


دغه اندیښنې په داسي حال کې راپورته کیږي چې دپخوانې ولسمشردواکمنې پرمهال دروان کال په اږدوکې له بګرام زندانه ګڼ شمیروسله وال طالبان  خوشي سول چې اوس مهال یې په هلمندکې ناامنې دپام وړډیره کړي ده.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر