۱۳۹۳ آذر ۸, شنبه

دهلمندپه ښوراب پوځې اډه کې روانه نښته دریمي ورځي ته هم وغځیده .

راپور—۲۱۰۴—۱۱—۲۹—
دهلمندپه ښوراب پوځې اډه کې روانه نښته دریمي ورځي ته هم وغځیده .
چارواکې وایې  اوس هم یوه ډله وسله وال چې په وسلوسمبال دي دملي اردودځواکونوسره په نښته کې دي چې تراوسه دواړولورته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .
خوترټولومهمه داده چې له دریوورځورهیسي هم افغان دولت په دې ونه دی توانیدلی چې رواانه نښته هم پایته وره سوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
ښوراب پوځي اډه په هلمندکې دبهرنې ځواکونوترټولوسترمرکزووچې په دي ورستیوکې ورڅخه ایساف په بشپړه توګه ووته اوچارې یه افغان ملي رادوته وسپآرلې .
که څه هم دیادبریدنن دریمه ورځ ده خولاهم وسله وال طالبان په یاده اډه کې دننه دافغان ملي رادوسره په نښته کې دي .
دهلمند دوالي ویاندعمرځواک وایې تراوسه په روانه نښته کې  ۲۶ وسله وال طالبان وژل سوي دي، دده په خبره ۵ دملي اردوسرتیري وژل سوي او۹ نوروټپیان سوي هم دي .
هغه وایې داچې وسله وال طالبان دیادي اډي یوي مهیمي سیمي ته ځان رسولی دی نوځکه یې نښته دوامداره سوله اوس هم دوه وسله وال طالبان دافغان ځواکونوسره په نښته کې دي .

نوموړی وایې داچې وسله والوطالبانومخکې هم پریاده اډه بریدکړی وونوداځل یې دیوه قوي پلان څخه په ګټه پورته کیدوبریالي سوله چې داډي یوي مهیمي سیمي ته ځان ورسوي .
داچې وسله والو طالبانوڅنګه دیادي اډي یومهیم ځای ته ځان رسولی اوهلته یې  دافغان ځواکونوسره په نښته کې دي داهغه سوال دي چې وروسته به یې جواب په ډاګه سي .
طالب ویاندقاري یوسف احمدي ادعاوي کوي چې تراوسه یې ډیری کورنې اوبهرني ځواکونوته دمرګ ژوبلې داړه ولوترڅنګ ډیرسیمي نیولي اوپه زیات شمیرټانګونه یې هم سوځولي دي .
که څه هم دیادي نښتي څخه ۴۷ ساعته تیریږي خولااوس هم په ښوراب پوځي اډه کې دوسله والوطالبانواودافغان ملي اردوترمنځ نښته دوام لري داچې دملي اردو د۲۱۵ میوندقول اردوترڅنګ ددوی سره په خواکې دکورنیوچارودوزارت ۴۴۴خاصه قطعه ،اوداسي ویل کیږي چې یوه اندازه  دامریکا سمندري ځواکونه هم میشت دي خوبیاهم روانه نښته دریمي ورځي ته هم ورسیده .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر