۱۳۹۳ آذر ۴, سه‌شنبه

همت : سیمه ییزوپولیسوته نه پاملرنه به امینتي ننګوني ډیري کړي .

راپور—۲۰۱۴—۱۱—۲۶—
په هلمندکې سیمه ییزوپولیسوته نه پاملرنه به امینتي ننګوني ډیري کړي .
ددې ولایت امنیه قوماندان وایې په هلمندکې سیمه ییزوپولیسووسله وال طالبان له ماتې سره مخ کړدي خوزیاته وي دوی ته دوسلو،مهماتودنه درولودلو،اواعاشي نه ورکړي سیمه ییز پولیس دناامیدۍ لورته کش کړي دي .
هغه وایې که څه هم تریوه بریده دکورنیوچارووزارت دغه ستونزه حل کړې ده خوزیاته وي په یادوبرخوکې سیمه ییزپولیس پوره ملاتړته اړتیالري .
بلخواسیمه ییزپولیس دیادوستونزوترڅنګ وایې ددوی دتشکیل دي هم زیات سي ترڅونورهم په امنیتي برخه کې بدلون رامنځته سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروي رکوي .
دهلمندامینه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وایې په هلمندکې اوسنی امنیت ترډیره سیمه ییزوپولیسورامنځته کړی دی ،خوزیاته وي که دهغویووسلو،مهماتو،اواعاشي ته خاصه پاملرنه وسي نوربه هم په دې ولایت کې امنیتي ننګوني راکمي سي .
هغه وایې که څه هم وزارت تریوه بریده دیادوستونزودحل په موخه هڅه کړې ده ،خوزیاته وي که سیمه ییز پولیس پیاوړي نسي امنیتي ستونزي به پرخپل ځای وي .

نوموړی وایې داچې په دې ولایت کې ترډیره وسله والوطالبانوته سیمه ییزوپولیسوماته ورکړی ده نواړینه ده چې هغیوله پامه ونه غورځول سي .
خوبلخواسیمه سیمه ییزپولیسوبیادشته ستونزودیادولوترڅنګ دسیمه ییزوپولیسودتشکیل دزیاتیدوغوښتنه کوي ،ددوی په خبره سیمه ییزوپولیسوته پاملرنه به دښه امنیت په راویستوکې مرسته وکړي 

که څه هم دهلمندپه امنیتي برخه کې سیمه ییزوپولیسوښه رول لوبه ولی دی، او دم ګړی په دې ولایت کې دوسله والوطالبانوسره دجنګ په لومړۍ کرښه کې دامینت په راویستلوبوخت دي خودهغیووسلو،مهماتواواعاشي ،ته نه پاملرنه به امنیتي ستونزي نوري هم ډیري کړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر