۱۳۹۳ شهریور ۱۶, یکشنبه

په هلمندکې دسلام تري جې اونوري فایبرخدمتونه پیل سول .


راپور—۲۰۱۴—۹—۷—
په هلمندکې دسلام تري جې اونوري فایبرخدمتونه پیل سول .
دمخابراتواومعلوماتې تکنالوژۍ چارواکې وایې دیوې بلې مخابراتې پروژي ډیجټل تلیفون کارهم پیل سو
دمخابراتواومعلوماتې تکنالوژۍ وزیروایې دټولټاکنوکړکیچن بهیراومنیتې ستونزونه یوازې پرمخابراتي چاروبلکې پرنوروبرخویه هم منفي اغیزي کړې دي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دمخابراتواومعلوماتې تکنالوژۍ وزیرامیرزي سنګین هلمندته دخپل سفرپرمهال پدې ولایت کې د سلام تري جي شبكه اوهمدا رازد نوري فايبر د جوړولوچارې یه چې وړاندي بشپړې سوې له پرانيستې سره سم خپل خدمتونه  پیل کړه .
سنګین همدارنګه دډيجيتل تيلفون د پنځه زره لينه يوې بلې دستگاه د نصب چارې هم پيل كړې چې په نږدې راتلونكوكې به بشپړه اود هلمند د اوسيدونكولپاره به خپل خدمتونه وړاندي کړي .
هغه وایې هلمندله هغه  ۲۴ ولايتونوڅخه دي چې دسلام خدمتونه پكې پیل سوي نوموړي په هيواد كې د رسنيواومخابراتي سيستم پراختيا د سيمې په كچه بيسارې وبلل.
هلمندوالي محمد نعیم بیاغوښتنه وکړه چې د سلام مخابراتې خدمتونه دي ليرې پرتوسيمواوشمالي ولسواليوته وغځول سي چې دامهال په دغه برخه کې خلك له گڼوستونزوسره مخ دي .

په هلمندکې دسلام مخابراتې شبکه پداسي حال کې خپل کارپیل کوي چې دهلمندپه ۱۱ ولسوالیوکې شته مخابراتې شبکې دشپي لمخې خپل خدمتونه په ټپه دره وي اوان داچې په یوشمیرولسوالیوکې بیخې مخابراتې خدمتونه شتون نلري چې اوس مهال یوازپه مرکزاونادعلي ولسوالۍ کې یادي مخابراتې شبکې دشپې فعالیت لرې .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر