۱۳۹۳ شهریور ۱۹, چهارشنبه

فیاض :دسولي دشوراسره مسایل نه شریکه کول اوپدغه برخه کې له دوی څخه مرسته نه غووښتلوجګړه اوږده کړې



راپور—۲۰۱۴—۹—۱۰—
دسولي له شوراسره په پوځي چاروکې سلاح اومشوره نه کولوجګړه دوامداره کړې ده .
په هلمندکې دسولې دولایتي کمیټې چارواکې وایې له دوی سره مسایل نه شریکه کول اوپدغه برخه کې له دوی څخه مرسته نه غووښتلوجګړه اوږده کړې اودرنه مرګ ژوبله هم رامنځته سوې ده .
ددوی په خبره که له تجریبه لرونکوکسانوسره یادمسایل شریک سي ډیرژربه روانې جګړې ته دپای ټکی کښیښودل سي اویابه هم دسولي په برخه کې پرمختګ رامنځته سي .
خوولایتې چارواکې وایې ټولې چاروته په ګډه دحل لارې چارې لټول کیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دسولي دعالي شورادولایتي کمیټې مشرفصل الباري فیاض وایې کومه جګړه چې اوس هم دهلمندپه شمالي ولسوالیوکې روانه ده پرته له دوی سره دمشورې کولویه پرمخ وړي چې له امله یې نه یوازي دواړوخواوته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته بلکې ملکې کسانوته هم درانه مالي اوځانې زیانونه او
ښتي دي چې له دریومیاشتوراهیسې هم یاده جګړه پای ته ونه رسیدل .

هغه وایې دوی اوس پلان لري چې پدغه برخه کې له ولایتي چارواکوسره خپلې سلامشورې شریکې کړي چې پربنسټ به یې سوله رامنځته اویاهم روانه جګړه کابوکړای سي .
خوپه دې اړه دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وایې دعملیاتوپرمهال له قومي مخوروسره په یادوبرخوکې سلاح مشورې اومرسته هم غووښتل سوی ده .
دهلمند دسولي دولایتي کمیټې چارواکې پداسي حال کې دملکې اونظامې اداروسره دسلاح مشوراوپدغه برخه کې دهرازمرستې ږغ پورته کوی ړچې په دي ولایت کې دروانوناامنیوله امله په سلګونه ملکې اوامینتې کسان ووژل سول .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر