۱۳۹۳ مهر ۸, سه‌شنبه

چارواکې: په هلمندکې د۶۹ وسله والوطالبانودوژل کیدوخبرورکړ.


راپور۲۰۱۴ـــ۹ـــ۳۰
په هلمندکې د۴۵ تنووسله والوطالبانودوژل کیدوخبرورکول سو.
چارواکې وایې دځمکنیواوهیوایې بریدونوپرمهال  په کجکي او سنګین ولسوالیو کې یادو وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دوی ژمنه کوي چې دورانې اونۍ ترپایه به دسنګین ولسوالۍ ټولې سیمي دوسله والودشتون څخه په بشپړه توګه پاکې کړي
خووسله وال طالبان اوښتې مرګه ژوبله نه منې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دوالي ویاندعمرځواک وایې دتیرو دورځوراهیسې دسنګین اوکجکې ولسوالیوپه ډیری سیموکې ځمکنې اوهوایې بریدونه دوسله والوطالبانوپرپټنځایونوترسره سوي دي چې پرمهال یې ۴۵ تنه وسله وال طالبان وژل سوي چې څوتنه یې مشهورقوماندانان دي .
نوموړی وایې دکجکې په ګندم ریز،اودباباسیموکې ایساف دوسله والوطالبانوهغه مرچلې بمباري کړي دي چې دسنګین ولسوالۍ دجګړولپاره یې عملیاتې پلانونه پکې جوړول .

دهلمند دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسول سمونیارفریداحمد عبید بیاپه یادوعلمیاتوکې د۶۹ وسله والوطالبانودوژل کیدوخبرورکوي ، دهغه په خبره ۴۵ وسله وال په کجکې ، او۲۴ یې هم په سنګین ولسوالۍ کې وژل سوي دي چې جسدونه یې هم پاته سوي دي .
دعبیدپه خبره دروانې اونۍ ترپایه به دایساف دهوایې ځواک په مرسته دسنګین ولسوالۍ ټولې سیمې دوسله والودشتون څخه پاکې کړي .
خودوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي بیاوایې تراوسه نه په سنګین ، اونه هم په کجکې ولسوالۍ کې ځمکنې اویاهم هوایې عملیات ترسره سوي دي هغه دوسله والوطالبانودوژل کیدوخبري یوازي اوازي وبللې .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر