۱۳۹۳ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

د۲۱۵ میوندقول اردودلومړۍ تاسیسات د ۸۶ میلونوډالروپه ارزښت ګټي اخیستنې ته وسپارل سول


راپور---۲۰۱۴—۹—۲—
په هلمندکې دملي اردولپاره د ۸۶ میلونوډالروپه ارزښت تاسیسات ګټي اخیستنې ته وسپارل سول .
چارواکې وايې یادتاسسیسات دتیرودریوکلونوپه موده کې دامریکادمتحده ایالاتوپه مالي مرسته چې ټولې اسانتیاوي یه هم په پام کې نیول سوي دي  جوړسوي دي .
دغه تاسیسات د۲۱۵ میوندقول اردواړوند دلومړۍ لیوالپاره دګرمسیرولسوالۍ دډو ویرپه میدان کې یه چاري بشپړي سوي دچارواکوپه خبره دجنوبي هلمندپرامینت یادتاسیسات لوی اغیزاچولای سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دغه تاسيسات د دوشنبې په ورځ د گرمسيرولسوالۍ اړوند په ډويرسيمه كې پداسي حال کې ګټي اخیستنې ته وسپارل سول چې دافغان اوبهرنیوځواکولوړپوړوچارواکوهم برخه لرله ، د ۲۱۵ ميوند قول اردود لومړۍ لوا قوماندان بریدجنرال محمدعلي شوجاعي شمشادتلویزیون ته وویل جوړسوي  تاسيسات د ۱۳۰ بلاكونوپه درلودلوسره د تيرودريوكلونوپه موده كې د امريكا د سمندري ځواكونولخوا د ۸۶ مليونه امريكايي ډالروپه لګښت جوړاوگتې اخيستنې ته وسپارل سول.
نوموړی وای یاده تاسیسات پریوه وخت څلور زره کسان  ځايولى سي چې وړاندي تر دې یه دودانۍ دنشتوالي له امله ډیری ستونزي درلودي خو وروسته له دې به دښووني اورزني ترڅنګ دځواکونو داوسيدلو اونورو اړونده چاروکې به له هرازستونزونه خلاص وي .
داپه داسي حال کې ده چې څه موده مخکې دیادي قول اردوودانۍ هم ګټي  اخیستنې ته وسپارل سول  دملي پوځ دچارواکوپه خبره دورځي نه بلي ته يي دتاسيساتو په برخه کي ډیری ستونزي حليږي او په دغه برخه کي دمګړی خاصي ستونزي نلري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر