۱۳۹۳ مهر ۶, یکشنبه

ستانکزی : تیروټاکنیزولانجو۴۰ سلنه کاروبارباندي منفي اغیزي کړي دي .


راپور----۲۰۱۴—۹---۲۸—
که څه هم ټاکنیزي لانجې پایته ورسیدې خوپه هلمندکې یه ۴۰ سلنه کاروبارراټیټ کړی دی .
ددې ولایت دمستوفیت چارواکې وایې یاداوږدلانجمن کړکیچ ددوی پرعوایدوهم منفي اغیزي اچولې د ي ولي بیاهم توانیدلې دي چې په نهومیاشتوکې ۸۷ سلنه مالیه راټوله کړي .
هغه پدغه برخه کې ناامنې هم یوعمده لامل بولې چې دمالیې په راټولوکې کې پاته راځې .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه  زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 دهلمندمستوفي عبدالرشیدستانکزی وایې په تیروشپږومیاشتوکې دټاکنیزولانجواوږدوالې په دې ولایت کې پر ۴۰ سلنه کاروبارمنفي اغیزي کړي دي چې له امله یې ددوی دولس میلونه افغانیوعوایدراکم سوي دي .
هغه وایې تیرکال یې دنهومیاشتوپه موده کې ۳۷۲ ملیونه افغانۍ عوایدراټول کړي ولي سږکال یې تراوسه ۳۷۱ ملیونه افغانۍ عوایدپه لاس راوړي دي پداسي حال کې چې دمالي دوزارت له لوري دویته د۵۷۰ ملیونوافغانیوهدف ورکول سوی دی .

نوموړی وایې له یوي خواناامنې اوله بلې خواخلک دماليې په ورکړه کې له دوی سره مرسته نکوې چې یادي ستونزي یه هم ډيري کړي دي .
که څه هم دټاکنواوږدولانجودهیوادپه بیلابیلوولایتونوکې یادي ستونزي زیږه ولي خوهیوادوال دنوي منتخب ولسمشرڅخه په افغانستان کې داقتصادي بهران دژر لمنځه تلوغوښتنه کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر