۱۳۹۳ شهریور ۱۵, شنبه

دخانشین ولسوال :که پرپوله دوسله والودتګ اوراتګ مخه ونه نیول سي په هلمندکي به ناامنې دوامداره وي .


راپور—۲۰۱۴—۹—۶--
که پرګډه پوله دوسله والودتګ اوراتګ مخه ونه نیول سي په هلمندکي به ناامنې دوامداره وي .
دخانشین ولسوالۍ چارواکې وایې دپاکستان سره دلسګونولاروخلاسیدلودخانشین سربیره دجنوبې ولسوالیوپه امنیت کې ډیروالی راویستی دی .
دوی همدازا دهلمند اتيا سلنه امنيت د ديشوولسوالۍ له فعاله كيدوسره تړلى بولې .
هلمندوالي هم پرسرحدشته امنیتي ستونزي منې خووایې په دغه برخه کې هوایې ځواک ته اړیتاده
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د خانشين ولسوال سیداحمدوایې پولیس یې په واکې درنووسلو اونوروتجهيزاتود نه درلودلوترڅنګ یې په خواکې دديشوولسوالي د وسله والوطالبانواوقاچاق وړونكویوسترپناځای دی .
هغه وايي که په ديشو ولسوالۍ کي دوسلوالو او قاچاق وړونکوپرضد عمليات ونه سي او هغه لاري هم دوسلوالو پر مخ ونه تړل سي په جنوبي ولسواليو کي امنيت نه سي راتلای.

ولسوال په سرحدي سيمو کي دپوليسو لپاره دتاسيساتو، او څښاک داوبو نشتوالى هغه ستونزي بولې چي تر دې دمه يي ددولتي ځواکونودورتګ مخه ډب کړي ده.
دهلمند والي محمد نعيم وايي که څه هم په ديشوولسوالۍ کي امنيتي ځواکونو څو ځله عمليات کړي دي خو هلته پاته کيدل يي هوايي ځواک او اکمالاتوته جدي اړتیاده چي لاهم په دغه کارنه دي توانيدلي.

دګاونډي ملک پاکستان سره دهلمندګډه پوله په داسي حال کي دامنيتي ځواکونودواکه وتلي ده چي په ديشو او خانشين ولسوالیوکې دهيواد په کچه  دنادره عناصرواو روخام ډبري سترکانونه موجود دي
یوشمیرسرچينې دنوم دنه ښودل په شرط وایې درخام د ډبروله كان څخه هره ورځ وسله وال شاوخوا درى مليونه پاكستانۍ كلدارې عوايد په لاس راوړې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر