۱۳۹۳ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

محمود:په جنوبې هلمندکې شپږورځنې عملیات دلسګونووسله والوپه وژل کیدوپایته ورسیدل.


راپور—۲۰۱۴—۹—۳—
دلسګونووسله والوپه وژل کیدوشپږورځنې عملیات دهلمنددګرمسیراوخانشین په ولسوالیوکې پایته ورسیدل دسرحدي پولیسوچارواکې وایې وسله والودګرمسیراوخانشین ولسوالیودنیول کیدولپاره شپږمیاشتې وړاندي دپراخ برید دغه پلان جوړکړی ووچې له سختې ماتې سره مخ سوله .
ددوی همدارازوایې په یادوعملیاتوکې دوسله ولود ۳۵ مرکزونوپه بشپړه ډول دلمنځ تلوترڅنګ درانه مالي اوزیانې توانونه یې هم وراړولې دي .
په یادشپږورځنیوعملیاتوکې افغان ځواکونوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمود محمودي چې دیادوشپږورځنیوعملیاتومرشې ورپه غاړه وه له راستنیدوسره سم یې دخبریالانوسره په خبروکې وویل وسله والوطالبانوپلان درلودچې دګرمسیراوخانشین ولسوالۍ ترخپلې ولکې لاندي راولې چې په زیاته اندزه سپکې اودرنې وسلې چاودیدونکې توکې یه له پولې هغې غاړي نه راوړي په ډیرشمیروسله وال هم رټول سوی وه ترڅوپه پراخوبدونولاس پوري کړي .
دقوماندان په خبره داچې دوی لادبریدونولپاره اماده نه وه افغان امنیتې ځواکونوپرې عملیات ترسره کړه چې په پایله کې یې د۸۱ تنووسله والومړي دجګړې په کرښه کې پاته سول .

د نوموړي په وينا په وژل سووسله والوکې دحاجي سيلاني په نوم هغه قوماندان هم شامل وچې څه موده وړاندې د بگرام له زندان څخه راخوشي کړل سو.
 هغه وايي په دغه عملياتوكې د وسله والو ۳۵ لوی پټن ځایونه ۱۲ عرادې موټريوشميرسپكې اودرنې وسلې اوپه زياته اندازه مهمات هم ترلاسه سوي چې پرمهال یې دوه سرتیري وژل سوي اوشپږنورټپي سوي هم دي .
بایدوویل سي چې دشمالي ولسوالیودپراخوبریدونووروسته په جنوبې ولسوالیوکې یادبرید ترټولولوی بلل کیږي دچارواکوپه خبره دسیمي داوسیدونکوپه مرسته یې په لږه موده کې وسله وال له سختي ماتې سره مخ کړه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر