۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

دهلمنددیني عالمان اوقومي مخوردملي یوالي دحکومت څخه په دې ولایت کې سوله غواړي .


راپور—۲۰۱۴—۹—۲۹—
دهلمنددیني عالمان اوقومي مخورودسولي دپروسې پرپیاوړي کولوټنګاروکړ.
ددوی دیوي غونډي پرمهال دملي یوالي دحکومت څخه غوښتنه وکړه چې دديني عالمانوڅخه دي دسولي په پروسه کې ګټه پورته کړي ترڅویاده پوره ګټوره وبلل سي .
دیني عالمانویوځل بیاځانمرګي بریدونه حرام وبلل اودغه کاریې داسلام دبدنامۍ یولامل هم وباله .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دیني عالمانواوقومي مخورودیوي غونډي پرمهال وویل که څه هم تیرحکومت دسولي په برخه کې هڅي کړي دي ولي اغیزیې هغه ډول نه وي څنګه چې دولس تمه وه .
دوی وایې که څه هم په تیرو د۱۳ کلونوکې په بیلابیلوبرخوکې تریوه بریده کاروسوخودسولي په راویستلوکې افغان دولت پاته راغلی دی ، اودملي یوالي د حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې ترهرڅه لومړیتوب دسولي وه راتلوته ورکړي .

دیني عالمانوهمدارازځانمرګي بریدونه ،دافغان وسله وال پوځ دسرتیرووژل کیدل هم حرام وبلل .
دوی له نورودیني عالمانواومخوروڅخه غوښتنه وکړه ترڅودسولي دراتلوپه موخه پوره هڅي وکړي اوهلمندوال نوردهررازوژنوڅخه وژغوري .
ددې ولایت دیني عالمان پداسي حال کې دسولي دپروسي پرپیاوړي کولوټنګارکوي چې یوشمیرهلمندمیشت تردې مهال دسولې دعالي شوراله کړنورازي نه دي اوپه دغه برخه کې دوی پاته بولې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر