۱۳۹۳ مهر ۸, سه‌شنبه

شیرین خان :سږکال دیوې کلیودانه لرونکي پنبې بیه ۴۰ افغانۍ ټاکل سوې چې دکرونده ګرولګښتونه نسې پوره کولای .


راپور—۲۰۱۴—۹—۳۰—
په هلمندکې دپنبې دپیرلولړۍ راپیل سول ،
که څه هم په دې ولایت کې تر۷اوه زره ټنه دپنبې حاصل کیږي خودبست تصدي چارواکې وایې دوی به تردري زره ټنه پنبه وپیري .
کرونده ګرپدغه برخه کې له ګڼوستونزوسره مخ دي خوغوښتنه کوي چې دولت دي دیاي تصدۍ دپیاوړي کولولپاره هڅي وکړي چې له یوې خوابه ددوی پنبه په لوړقیمت ،وه پلورل سي اوله بلې خوابه داړتیاوړکمیاوي سري هم په لاس راوړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دپنبي دپیرلودغه لړۍ دسه شنبي په ورځ پیل سوه چې پرمهال دبست دتصدۍ رئیس شرین خان وویل سږکال به دوی ټول ټال درې زره ټنه دانه لرونکې پنبه وه پیري چې دیوې کلیوبیه به یې ۴۰ افغانۍ وي .
هغه وایې که څه هم دغه نرخ دازادبازارسره سم ورکول سوی دی خوزیاته وي ددوی له لورې کرونده ګروته دهڅونې په موخه ځینې تولیدات په وړیاتوګه ورکول کیږي .
نوموړی  وایې دسږنې کال دپروسي توپیردهغوتیرونه ځکه جلادی چې کرونده ګروته یې پیسې ژرورکول کیږي .
پرهمدي مهال دپنبې کرونده ګروایې ټاکل سوی نرخ ان ددوی لګښتونه هم نسي پوره کولای ،دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې یادي له کرونده ګروسره مرسته وکړي اویادي هم یاده تصدي پرپښو وه دره وي ترڅودپنبې کښت پراختیاوه مومې .

 دوی پدغه برخه کې له یوشمیرخیریه ادارولخواکرونده ګروته مرستې ورکول هم پرځای ګام نه بولې
یاده دي وې چې دغه تصدې پنځه لسیزي وړاندي دمرحوم بابا ملیت دواکمنۍ پرمهال جوړه سوه که څه هم اوس یاده تصدي په بشپړه توګه فالیت کوي خوددولت نه پاملرنې اوبودیجې دنه ورکړي له امله یې کارونه په ټپه ولاړدي پداسي حال کې چې دکوکنارودکښت دلمنځه تلوترټولوښه بدیل هم داتصدي ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر