۱۳۹۳ شهریور ۲۰, پنجشنبه

دکډوالووزیر: په هلمندکې ۱۸۰۰ کورنیولپاره دمرستولړۍ پیل کړه


راپور—۲۰۱۴—۹—۱۱—
ده کډواولوچارووزیرهلمندته دخپل سفرپرمهال دڅه هم دوه زره کورنیولپاره دمرستودویش لړۍ پیل کړه .
وزیردخبریالانوسره په خبروکې وویل یادي مرستي په دي ورستیوکې دجګړواوناامنیوله امله هغه بیځایه سوکورنیوته به ورک کول سي چې مرکزلښکرګاه ته راکډه سوي دي .

خوبلخوایوشمیراړي کورنۍ وایې یادي مرستي مستحقوکسانوته نه ورکول کیږي ددوی په نوم راوړل سوي مرستي پرخپل خپلوانوویشل کیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دکډوالوچارووزیرجماهیرانوري خبریالانوته دخبروپرمهال وویل هلمندته یې دسفرموخه له هغه  ۱۸۰۰ کورنیوسره دمرستودویش پیل کیدل و

چې په دي ورستیوکې له بیلابیلوولسوالیواوناامنوسیموڅخه مرکزلښکرګاه ته راکډه سوي دي .

هغه وایې دغه مرستې ددوی په غوښتنه دسعودي عربستان دشاهي کورنۍ لخواورکول سوي دي چې دهلمندترڅنګ به په نوروولایتونوکې هم وویشل سي .

د نوموړي په وينا په دغه مرستوکې وريجې، اوړه، غوړي،چاى، د ګازوډبې اود پخلنځي وسايل شامل دي،

خوپرهمدي مهال یوشمیراړي کورنۍ وایې راوړل سوي مرستې دكډوالوپه نوم دي خو چارواکي یه ددې پرځای چې پرمستحقوکورنیووویشې خپل خپلوانو اویاهم هغه کسانوته ورکول کبږي چې له دوی سره یې اړیکي ښي وي .

دمرستودغه لړۍ پداسي حال کې پیلیږي چې دچارواکوپه خبره یوازي دشمالي هلمندڅځه زګونه کورنۍ کډه کولوته اړې سوي دي چې ډیری کورنیوته له تیرودریومیاشتوراهیسې لومړنۍ مرستې هم نه دي رسول سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر